1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردان:«اسلامي دولت» زهرجن گاز استعمال کړی دی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ اسفند ۲۴, یکشنبه

د عراق په شمال کې کردي ملیشه و د«اسلامي دولت» ډله د زهرجن گازو پر استعمال تورن کړې ده. په همدې منځ کې د تکریت پر ښار تعرضي بریدونه هم درول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Er8V
انځور: picture alliance/ZUMA Press/M. Dairieh

د عراق په شمال اربیل ښار کې د کردانو د خپل واکمنې ادارې د امنیت شورا ویلي دي چې داسې شواهد په لاس کې لري چې پر بنسټ یې «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې د یو ځانمرگي برید په ترڅ کې د کلورین زهرجن گاز استعمال کړی دی.

دغه برید د جنوري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د موصل ښار او سوريې د نښلونکي يو سړک پر سر هغه وخت تر سره سو، کله چي د کردي پیشرگه ځواکونو واحد د دغه ځای سره تېرېدی.

کردي مسئولین وایې چې د اروپايي اتحاديې جواز لرونکي يو لابراتوار د پيښې په ځای کې د علائمو په ارزونې سره د کلورین گاز ډیر لوړ مقدار تثبيت کړی دی.

پر ځانمرگي بریدگر راکټي برید

د کردانو د امنیت شورا مسئولین وایې چې پیشمرگه جنگیالیو د ځانمرگي بریدګر موټر هدف ته تر رسیدو مخکې په راکېټ وشتلې وو. په لومړۍ نړیواله جگړه کې د لومړي ځل له پاره د کلورین له گازو څخه د وسلې په توګه استفاده شوې وه، چې په ۱۹۹۷ کال کې بیا د کيمياوي گازونو د کنوانسیون له خوا منع کړای شو.

د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې ملیشه و په ۲۰۱۴م کال کې د عراق او سوریې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندی راوستل. کردي پیشمرگه کوښښ کوي د عراق په شمال کې «اسلامي دولت» ته ماته ورکړي. آلمان د وسلو په ورکولو سره د کردي ملیشه و ملاتړ کوي.

د عراق په تکریت ښار کې تعریضي عملیات
د عراق په تکریت ښار کې تعریضي عملیاتانځور: Reuters/T. Al-Sudani

سربیره پر دې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ یو نړیوال ائتلاف له هوا څخه پر «اسلامي دولت» بریدونه کوي. په تیرو اونیو کې د «اسلامي دولت» ډلې جنگیالیو په ډیرو مواردو کې ماته خوړلې ده.
بل لور ته د عراق حکومتي ځواکونه او شعيه مليشې د تکریت مهم ستراتیژیک ښار د نیولو له پاره په ډیرې لږې فاصلې کې قرار لري.

پر تکریت د بریدونو دریدل

په اوس وخت کې په تکریت ښار کې د «اسلامي دولت» ډلې پر جنگیالیو تعرضي بریدونه درول شوې دي. د قوماندې له مرکز څخه اعلان شوی دی چې دوی اضافي ځواکونو ته په تمه دي:« مونږ مسلکي ځواکونو او سرتیرو ته اړتیا لرو.»

مخکې تر دې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵م د مارچ ۱۴مه نېټه) د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین په ټاټوبي تکريت کې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد عملیات د لومړيو ستونزو سره مخامخ شوي ول. د « اسلامي دولت» ډلې جنګياليو په زياتو خالي ودانيو کي ماینونه ځای پرځای کړي دي. د يادي وسله والې ډلې نښان ويشتونکي په عین وخت کې وخت ناوخته پر عسکرو و ډزې کوي.

د ۳۰ زرو په شاوخوا کې نظامي ځواکونو نږدې دوه اونۍ مخکې د بغداد په شمال کې تعرضي بریدونه پیل کړل. د عراق حکومتي ځواکونو د شعیه مليشو او سني قبائلو په مرسته وکولای شول چي د «اسلامي دولت» جنگیالي د تکریت ښار تر مرکز پوري محدود کړي.