1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردانو د کوباني ښار ډيري برخي بيرته نيولي دي

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۶, سه‌شنبه

د «سوریې د بشري حقونو د څار سازمان» د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې کردي مدافعینو وکولای شول د کوباني ښار ۸۰ سلنه او نږدې ټولي مهمې امنیتي سیمې له ترهگري ډلي «اسلامي دولت» څخه بیرته ونيسي.

https://p.dw.com/p/1EFUE
انځور: DW/Kamal Sheikho

په کوباني کې کردي مدافعین د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد د مقاومت او مبارزې په حال کې دي. دوی په دې ترڅ کې د کوباني ښار ۸۰ سلنه برخه له پخواني داعش یا اسلامي دولت ډلي څخه نیولې ده.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنوري ۶مه) اعلان وکړ چې کردي ځواکونو د کوباني د مهمو حیاتي سیمو، د هغو له جملې څخه د دولتي ودانیو، تاسیساتو او امنیتي سیمو کنترول په خپل لاس کې نیولی دی.

د خبري سرچینو په حواله دغه سازمان اعلان کړی دی چې د (YPG) یا د ولسي دفاع اتحاد چې له څلورو میاشتو راهیسي له «اسلامي دولت» ډلي سره په جنگ کي دی، په بشپړه توگه د ټولو امنیتي سیمو کنترول په خپل لاس کي لري.

د سوریې د بشري حقونو سازمان په حواله د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په لږ تر لږه درې واره هوایې بریدونو سره د دغو سیمو د بیرته نیولو په برخه کې د کردي مدافعینو ملاتړ کړی دی.

د سوریې د بشري حقونو سازمان په دغه هیواد کې د کورنۍ جگړې له پیل راهیسي، د سوریې په وضعیت پوري اړوند خبرونه خپروي. دغه سازمان د سوریې په مختلفو برخو کې د سیمه ییزو خبریالانو او مدنې فعالانو په مرسته اطلاعات ترلاسه کوي.

د« اسلامي دولت» ترهگري ډلي، د تیرکال د سپتمبر او اوکتوبر میاشتو راهيسي پر کوباني ښار خپلي حملې پیل کړې دي. له هغه وخت راهیسي کردي ملېشې د دغه ښار د بیرته نیولو په هڅه کې ول.

په دې جنگ کې په سونو کسان ووژل شول. کوباني د سوریې په شمال کې حلب ولایت پوري اړوند د ترکیې په سرحد کې دی.

په دوو ورځو کې د ايتلافي ځواک ۲۰ بریدونه

د دوشنبې په ورځ د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب نړیوال ائتلاف اعلان وکړ، چې دغه ائتلاف د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، په سوريه او عراق کې د «اسلامي دولت» ډلي پر مرکزونو ۲۰ هوایې بریدونه کړي دي.

دغه ايتلاف په يوه بیانيه کې اعلان کړی دی، چې امریکا او متحدینو یې په سوریه کې په ۱۴هوایې بریدونو کې گډون کړی دی. په دغو بریدونو کې پنځه یې په ختیځ ښار «دیرالزور» کې د نفتو پر مرکزونو او نفتو په نلليکو شوي دي. دغه سیمي د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» له خوا کنترولیږي.

«اسلامي دولت» ډله د نفتو د قاچاق له لاري پيسې ترلاسه کوي. د اسلامي دولت ډلي له خوا وړاندي شوو قیمتونو د نفتو پر بیو ډیر تاثير کړی دی.

د ائتلافي ځواکونو جنگي الوتکو په عراق کې هم شپږ هدفونه په نخښه کړي دي. دغه ائتلاف په عراق کې د اگست میاشتې او په سوريه کې په سپتمبر میاشت کې د خپلو عملیاتو له پيل راهیسي د «اسلامي دولت» پر هوایې مرکزونو تر۱۳۰۰ ډیر بریدونه کړي دي.

پر کوباندي باندي بمبار
پر کوباندي باندي بمبارانځور: Reuters/O. Orsal