1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردان: د سوريې لانجه له موږ پرته نه حل کيږي

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)۱۳۹۲ دی ۲۷, جمعه

د سوريې کردان له يوې خوا د ولسمشر بشارالاسد د رژيم پر ضد جگړه کوي او له بلې خوا يې د جهادي ياغيانو پر ضد وسله واله مبارزه پېل کړې ده. دغه کردان د جهادي ياغيانو پر ضد په جگړه کي د لوېديځو هيوادونو مرسته غواړي.

https://p.dw.com/p/1Ash6
انځور: AFP/Getty Images

د روانې جنوري مياشتي په وروستیو ورځو کي د سوريې د سولي د خبرو اترو کانفرانس په ژينو کي پلان سوی دی. کردي ډلو تر زيات وخت پوري هيله لرله چي په «ژنیو دوه» نومي دغه کانفرانس کي به د يوې خپلواکې ډلې په توگه گډون وکړای سي. خو داسي ونه سو او هغوی د خپلواکې ډلې په توگه کانفرانس ته نه دي رابلل سوي. دا په داسي حال کي ده چي دغه کانفرانس کردانو ته هيلي ورپيدا کړې وې چي د دوی مسله به هم په کې یاده شي.

«ژنيو دوه بايد په لاوزان کانفرانس بدل نه سي»

د «ديموکراسي د اتحاد» په نوم د کردانو د ډلو د ټلوالي رئيس صالح مسلم، د دې څخه تر مخه په دسمبر مياشت کي د ژينو دوه کانفرانس په هکله هيله څرگنده کړې وه او ویلي یې وو: «د کانفرانس څخه وروسته به دا خبره څرگنده سي چي موضوع بېله د کردانو نه سي حلېدای. له همدې کبله به دوی مجبوره وي چي يا وختي او يا ناوخته د کردانو سره خبري وکړي. موږ نه غواړو چي ژينو دوه کانفرانس زد لاوزان د کانفرانس وروسته د کردانو سيمي پر بيلابيلو هيوادونو لکه ايران، عراق، سوريې او ترکيې ويشل سوي دي.موږ له پاره د لاوزان کانفرانس په تکرارېدو واوړي. له همدې کبله موږ غواړي چي په دغه کانفرانس کي گډون وکړو.»

لاوزان د سويس هغه ښار دی چي په ۱۹۲۳ کال کي په کي یو نړیوال کانفرانس داير سوی وو. په دغه کانفرانس کي هغه وړانديز بېرته لغوه کړل سو چي له مخي يې کردانو ته د خپلواک هيواد د سپارلو سپارښتنه سوې وه. د لاوزان د کانفرانس وروسته د کردانو سيمي پر بيلابيلو هيوادونو لکه ايران، عراق، سوريې او ترکيې ويشل سوي دي. صالح مسلم هم دغه کانفرانس ته په اشاره سره ويلي چي د ژينیو دوه کانفرانس بايد د کردانو ږغ ته انعکاس ورکړي.

د کردانو د خپلواکي په وړاندي مخالفت موجود دی

خو د بېلابيلو اړخونو له خوا د سوريې په کانفرانس کي د خپلواکه ډلې په توگه د کردانو د گډون مخالفت کيږي. د دغو بېلابيلو اړخونو د مخالفت وجوهات هم بېلابيل دي. په برلين کي د سياست او پوهي د بنسټ د منځني ختيځ کارپوه گيدو شتاينبېرگ، وايي چي د آزاد کردي هيواد تخيل په ډيرو خلکو کي احساسات راپاروي. نوموړي له دویچه ویله سره د خبرو پر وخت وويل: «يوه بيره دا ده چي د کردي دولت په احتمالي رامنځ ته کېدو سره به اوسنۍ پولي بدلي سي. پخپله کردان او نور ښکېل اړخونه هم د څو څرگنده عواملو له کبله دغه نه غواړي.»

خو صالح مسلم چي په سوريه کي د کردي گوندونو د اتحاد مشري کوي وايي چي دوی د سوريې د اوسنيو پولو د له منځه وړلو غوښتونکي نه دي. د کارپوهانو په وينا د کردانو پر وړاندي وېره له دې کبله هم زياته ده چي هغوی په سوريه او په عراق کي سياسي پوخوالی ښودلی دی. د بېلگي په توگه کردانو د شعيه او سني ډلو تر منځ په تاوتريخوالي کي له ښکېلېدو څخه ځان ساتلی دی.

صالح مسلم په دې نظر دی چي که د سوريې په راتلونکي کانفرانس کي دوی ته ونډه ورنه کړل سي بيا به هم د لانجې د هوارۍ په له پاره يو مهم اړخ له پامه وغورځول شي. صالح زياتوي چي دوی په سوريه کي د اسلامپالو جهاديانو مخه نيولې ده چي د نوموړي په وينا ټولې نړۍ ته لوی گواښ دی. د هغه په وينا لوېديځ بايد په دې ترڅ کي ورسره مرسته وکړي ځکه چي په دغو جهاديانو کي له اروپا څخه ورغلي کسان هم شامل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب