1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي او اوباما په کابل کي يو له بل سره نه وليدل

عبدالباري حکيم/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۵, دوشنبه

افغانستان ته د اوباما ناڅاپي سفر د دې سبب شو چي دواړه ولسمشران بارک اوباما او حامد کرزي يوازي يو له بل سره تليفوني خبري وکړي. «اوباما غوښتل له کرزي سره په بگرام کي وويني، خو دا بلنه د افغان ولسمشر له خوا رده شوه.»

https://p.dw.com/p/1C6sh
انځور: Reuters

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۵) بگرام هوايي اډې ته په رسېدو او له خپلوعسکرو سره تر ليدني وروسته له خپل افغان سيال حامد کرزي، سره په يوه تيلفوني تماس کي په افغانستان کي پر برياليتوب سره د ولسمشرۍ او ولاياتي شوراگانو د ټاکنو تر سره کيدل د دغه هيواد له پاره يو مهمه بريا وگڼله.

د افغانستان د بهر نيو چارو وزارت وياند احمد شکيب، نن وويل چي «برايي شپه د دوړاو مشرانو تر منځ تليفوني تماس ټينگ شو» په کومو کي چي هغوی پر خپلمنځي اړيکو باندي خبري وکړي.

د افغانستان د ولسمشر د دفتر له خوا په يوه خبره شوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي دواړو مشرانو د افغانستان د سولي د پروسې په هکله هم خبري وکړې. اوباما د يکشنبې په ورځ په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته ولاړ او هلته يې له بگرام څخه کابل ته له سفر کولو څخه ډډه وکړه.

د سپيني ماڼۍ يوه چارواکي چي هويت يې نه دی بربنډ شوی وويل، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د دغه سفر په هکله د يو «لنډ ياداشت» له لاري خبر ورکړل شو.

د رپوټونو له مخي اوباما غوښتل چي له کرزي سره د بگرام په هوايي اډه کي وويني، خو افغانستان له دغه شان «يوه ملاقات» سره موافقه نه وکړه. د افغانستان د جمهوري رياست په وينا پاڼه کي راغلي دي: «امريکايي اړخ غوښتنه وکړه چي ولسمشر حامد کرزي د بگرام پوځي اډي ته د کتني له پاره ورشي، خو دا غوښتنه د افغان ولسمشر له خوا رده شوه.» د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، مستغني هم نن له دويچه ويله سره په خبرو کي د دې خبري پخلی وکړ چي اوباما او کرزي په دې سفر کي سره نه وليدل.

اوباما په بگرام کي خپلو عسکرو ته په وينا کي وويل، واشنگتن هيله من دی چي د افغانستان حکومت دوه اړخيز امنيتي تړون چي له اوږدې مودي راهيسي ځنډول شوی دی لاس ليک کړي. دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي عسکرو حضور ته زمينه برابروي.

دا څلورم وار دی چي اوباما افغانستان ته سفر کوي. د سپيني ماڼۍ د وينا له مخي دغه سفر څو مياشتي مخکي پلان شوی وو خو د امنيتي وجوهاتو له امله دغه سفر پټ ساتل شوی وو. اوباما هم په خپله وينا کي افغانستان لا تر اوسه «يو ډير خطرناک ځای» وگاڼه.

هغه په بگرام کي درو زرو امريکايي عسکرو ته وويل: «نن زه دلته د دي له پاره راغلی يم چي د ستاسو له يوه بې ساري خدمت څخه مننه وکړم.» د اوباما دا سفر په متحده ايالاتو کي د هغو درو ورځو رسمي رخصتيو سره جوخت وو چي په جگړه کي د وژل شوو امريکايي سرتيرو د يادون په وياړ لمانځلي کيږي.

د امريکا ولسمشر د افغانستان د امنيتي ځواکونو د پرمختگ او پياوړتيا ستاينه وکړه. هغه وويل چي د لومړي پړاو ټاکنو د امنيت خوندي ساتل د هغوی د دې «پياوړتيا» يوه ډيره ښه نخښه ده. اوباما وويل چي هغه «هيله من» دی د افغانستان راتلونکي ولسمشر د دواړو هيوادونو ترمنځ امينتي تړون لاس ليک کړي.

په پام کي ده چي د جون پر ۱۴ نېټه په افغانستان کي د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکني تر سره شي. په دغو انتخاباتو کي دوه مخکښ کانديدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمد زی يو له بل سره سيالي کوي.

اوباما وويل: «که چيري دغه امنيتي تړون لاس ليک شي، نو موږ به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د يو محدود شمير سرتيرو د ساتلو پلان وکړو.»

د افغانستان دواړو مخکښو کانديدانو ويلي دي چي د برياليتوب په صورت کي به هغوی له متحده ايالاتو سره امينتي تړون لاس ليک کړي. د اوباما په دې سفر کي نه له اشرف غني احمدي زي او نه هم له عبدالله عبدالله سره کومه ليدنه کتنه پلان شوې وه.

د متحده ايالاتو د ملي امنيت مشاور بن روديز چي له اوباما سره په دي سفر کي ملگری وو، خبريالاتو ته وويل: «موږ نه غواړو چي په داسي يوه وخت کي له نوموړو کانديدانو سره وگورو چي هغوی په خپلو انتخاباتي مبارزو بوخت دي.»