1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي او زرداري په کابل کي سره وکتل

۱۳۹۰ تیر ۲۸, سه‌شنبه

حامد کرزي د خپل پاکستاني سيال سره د دواړو هيوادونو د امنيتي او اقتصادي مسايلو په اړه خبري وکړې. دواړو مشرانو په داسي حال کي په کابل کي سره وکتل، چي پاکستان د افغان قومي مشرانو او دولتي چارواکو په وژلو تورنيږي.

https://p.dw.com/p/11zeB
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: picture alliance/dpa

تيره ورځ وسلوالو کسانو په کابل کي د افغان ولسمشر سلاکار او د افغانستان د پارلمان يو غړی ووژل. څو ورځي مخکي د ولسمشر حامد کرزی ورور، احمد ولي کرزی، هم د خپل يو محافظ لخوا ووژل سو.

په همدي ترتيب تر دي پخوا په شمال کي د افغان پوليسو مشر، جنرال داود داود، د کندهار د امنيه قوماندان او ځيني نور قومي مشران په وروستيو کي وژل سوي.

د قومي مشرانو د وژنو دغي لړۍ د افغانستان د پارلما غړي دې ته اړ کړل چي نن «سه شنبه» د افغانستان د کورنيو چارو وزير، جنرال بسم الله محمدي، د جرګې غونډي ته ور وغواړي او په دې اړه د هغه څخه د معلوماتو غوښتونکي سي.

د ولسي جرګې په ننۍ غوڼډي کي جنرال بسم الله وويل چي د قومي مشرانو د وژني په ورستي پيښي کي، بريد کونکو مخکي له دي چي سيمي ته راسي، پاکستان کي د چا سره اړيکه ټينګه کړې وه.

که څه هم د افغانستان د کورنيو چارو وزير په ډاګه د کوم هيواد او يا هم سازمان نوم وا نه خيست چي د افغان مشرانو په وژلو کي شکيل وي، خو افغان وکيلانو په ډاگه د پاکستان استخباراتي شبکه په دې موضوع کي تورنه کړه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکي خو بيا يوازي د قومي مشرانو د وژني پر سر نه دي خړي پړي سوي، بلکي په دې وروستيو کي د پاکستان له لوري پر افغانستان په سلګونه توغندی وتوغول سول چي پکښي يو شمېر کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی.

پر دې ټولو جنجالونو سربيره، نن «سه شنبه» د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، کابل ته ولاړی ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي او امنيتي مسايلو پر سر د خپل افغان سيال سره خبري وکړي.

د افغان ولسمشر د دفتر لخوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي کرزي او پاکستاني سيال يې پر دې خبري موافقه وکړه، چي هيڅ موضوع ته به هم ددې اجازه ور نه کړي چي په دواړو هيوادونو کي امنيتي وضعيت زيامن کړي.

د پاکستان لخوا پر افغانستان د توغندول سويو توغنديو په پايله کي شاوخوا 42 افغان ملکي وگړي وژل سوي، چي دغي موضوع د دواړو هيوادونو اړيکي تر بل هر وخت ډيري ترينګلي کړي.

که څه هم کرزي ويلي چي دی به د پاکستان د توغنديو بريدونو ته په بريدونو جواب ورنه کړي، خو په هيواد کي دننه پاکستان ته د جواب ورکولو ږغونه پورته سوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل