1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي به په جاپان کي له سختو پوښتنو سره مخامخ شي! ولی؟

۱۳۸۹ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د جاپان د بهرنيو چارو د وزير وياند:«له هغو ننګونو سره چي جمهور رييس کرزي مخامخ دي، مونږ تفاهم لرو، خوهغه بايد په خپل حکومت کي سمونوالي رامنځ ته کړي تر څو جاپاني ماليه ورکونکي قانع شي چي د هغوي پيسي بي ځايه نه مصرف کيږي.»

https://p.dw.com/p/NrvG
د افغانستان جمهور رييس حامد کرزی
د افغانستان جمهور رييس حامد کرزیانځور: AP

جمهور رييس حامد کرزی جاپان کی چي له افغانستان سره د سترو مالي مرسته کونکو هيوادونو له جملي څخه شميرل کيږي، د خپل يو پنځه ورځني سفر په ترڅ کي د حکومتوالي او اداري فساد له امله ښايي د جاپانی مشرانو له خوا تر پوښتنو لاندی راشی.

جاپان تير کال د پنځه مليارد ډالرو پوري د يوي مرستي ژمنه وکړه چي د پنځو کلونو په موده کي به يي افغانستان ته ورکوي، البته په دي شرط چي امنيتي وضعيت د بيارغونی د پروژو د عملي کولو لپاره اجازه ورکړي او بل دا چي له دي پيسو څخه څوک ناوړه استفاده ونه شي او نه هم « حيف او ميل» شي.

دا جاپان ته د کرزي څلورم سفر دي. خو وروسته له هغي چي د تیر کال په شخړه ايزو ټاکنو کی د دوهم ځل لپاره د جمهور رييس په توګه وټاکل شو، لومړني سفر ګڼل کيږي.

د جاپان له نوي صدراعظم، Naoto Kan او د بهرني چارو له وزير، Katsuya Okada سره خبري اتري به په افغانستان کي د امنیتي وضعيت د ښه کولو او د دغه جګړه ځپلي او بي وزلي هيواد د پرمختيايي مسايلو باندي وڅرخيږي.

د جاپان د بهرنيو چارو د وزرات مطبوعاتي وياند، Kazuo Kodama د کرزي د سفر له پيل څخه مخکي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: «د حکومتوالي کيفيت کي بايد ښه والي رامنځ ته شي». هغه زياته کړه: « له هغو ننګونو سره چي د افغانستان جمهور رييس مخامخ دي، مونږ تفاهم لرو، خو په عين وخت کي د دي لپاره چي د هغه حکومت رښتيني برياليتوب ته ورسيږي او دي ننګونو ته ځواب ووايي، هغه بايد په خپل حکومت کی سمونوالي رامنځ ته کړي.»

د جاپان د بهرنيو چارو د وزرات وياند، Kodama، زياته کړه: « زه فکر کوم چي صدراعظم، Kan، او د بهرنيو چارو وزير، Okada، په يقين سره په دي موضوع به له افغان جمهور رييس سره په صريحو الفاظو خبري وکړي.»

جاپان چي د دوهمي نړيوالي جګړي څخه وروسته اساسي قانون يي په جګړه کي ګډون کول منع کوی، افغانستان ته يي خپل عسکر نه دي استولي، خو د نړي د دوهم ستر اقتصادي ځواک په توګه يي افغانستان سره ډيري مالي مرستي کړي دي او کوي يي.

په افغانستان کي په ټوليزه توګه 650 کيلو متره سړکونه او د کابل د هوايي ډګر نوي ترمنينل د چاپان په مرستو جوړ شوي دي او د پلازميني کابل د بيا رغاوني او عصري کولو لپاره يي يو ماستر پلان جوړ کړي دي. په عين وخت کي همدا اوس 100 جاپاني ښاری بسونه په کابل کي د عامه ترانسپورت په خدمت کي قرار لري.

د جاپاني چارواکو د وينا له مخي، د تير کال د ژمنه شو مرستو يوه برخه چي 980 مليون ډالره کيږي، پوره شوي ده، په هغي کي د افغانستان د 80 زرو پوليسو معاشونه چي 300 مليون ډالر شوي دي، هم شامل دي. د جاپان نوري مرستي د افغانستان د مسلکي کدرونو په روزلو او همدا راز د هغو طالب اورپکو لپاره د کارونو او مسلکي زدکړو په مقصد مصرفیږی، چي خپلي وسلي يي په ځمکه ايښي دي او د روغي جوړي د پروسي له مخي مدني ژوند يي پيل کړي دي.

خو په افغانستان کي اداري فساد او له مرستو څخه ناوړه استفاده د جاپان او د نورو هيوادونو مرستي له ګواښ سره مخامخي کړي. د شفافيت د څارني نړيوال سازمان وايي: «وروسته له سوماليا څخه افغانستان تر ټولو بد ورګی اداري فساد لري او د حکومتوالي کچه يي ديره ضعيفه ده.»

د جاپان د بهرنيو چارو د وزرات وياند زياته کړه چي جاپان په وار وار سره افغانستان ته ويلي دي چي د مرستي ټولي پيسي د جاپان د خلکو له ماليي څخه ورکړ شوي دي، نو په دي وجه جاپانی حکومت مجبوره دي خپلو خلکو ته حساب ورکړي چي دا پيسي چيرته او د څه لپاره لګولي شوي دي.

د کرزي سفر جاپان ته يواځي دري ورځي ورسته له هغي پيل شوي چي امريکايي چارواکو وويل افغانستان کي د زر مليارد ډالرو په ارزښت کاڼونه موندلي دي چي په هغو کي اوسپنه، مسر، کوبالت ، سره زره او ليتويم شامل دي.

د جاپان د بهرنيو چارو وزرات وويل چي د متحده د دفاع وزرات په دي رپوت به هم د افغانستان له جمهور رييس سره خبري وشي. هغه وويل که چيري افغانستان رښتيا هم دا کآنونه ولري او د ايستلو وړ وي، د هغه عايد بايد د افغاسنتان د خلکو د سوکالي لپاره په مصرف ورسيږي.

فرانس پرس/عبدالباری حکيم

کتونکی: ضياءالحق فضلي