1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي خپله رايه انارکلي ته ورکړې

۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه

جمهورريس حامد کرزي ته د نژدې سرچينو له خولې ويل سوي دي چي هغه خپله رايه د افغانستان يوې هندواڼۍ نوماند ته ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/PFiy
ولسمشر حامد کرزی د رايه ورکولو پر مهال
ولسمشر حامد کرزی د رايه ورکولو پر مهالانځور: AP

د جمهوري رياست دوو تنو کارکونکو چي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط يې خبري کړي ويلي دي چي کرزي د ولسي جرگې په ټاکنو کي خپله رايه انارکلي هنرياري ته ورکړې ده.

دا په دې وجه چي هغې تر خپلو هندو پلويانو پر مسلمانو پلويانو باندي ډير حساب کاوه.

د کابل په ۶۰۰ کانديدانو کي دوو تنو افغان- هندواڼو ځانونه کانديد کړي دي.

د افغانستان هندواڼ د پيړيو را پدېخوا په دغه هيواد کي مېشت دي. هغوی د افغانستان د اقتصادي سکتور يوه فعاله برخه جوړوله.

خو تيرو درو لسيزو جگړو د نورو افغانانو په ځير پر هندواڼو باندي هم بده اغېزه کړې چي د هيواد څخه گډه کېدو ته مجبوره سوې ول.

په افغانستان کي د افغانانو تر څنگ د هندواڼو کلتوري ارزښتونه هم د جگړې قرباني سول.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم