1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د افغاني ملکي وگړو وژنه په کلکه وغندله

۱۳۸۵ اسفند ۱۴, دوشنبه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امريکايي عسکرو لخوا د افغاني ملکي وگړو وژنه په کلکه غندلې ده. کرزي د دغې پېښې پلټنه پيل کړې ده چې د اونۍ په پای کې د امريکايانو په يو کاروان باندې د يو ځانمرگي بريد څخه وروسته شپاړس تنه په ډزو کې وژل شوي وو.

https://p.dw.com/p/DKAd
د جلال آباد پېښې تر څنگ په کاپيسا کې هم دا دم نه تنه ملکي وگړي د ناټو د يو هوايي بريد په پايله کې وژل شوي دي
د جلال آباد پېښې تر څنگ په کاپيسا کې هم دا دم نه تنه ملکي وگړي د ناټو د يو هوايي بريد په پايله کې وژل شوي ديانځور: picture-alliance/dpa
تر نښتو وروسته بيا افغانانو احتجاجي لاريونونه په لاره واچول. څارونکي په دې اند دي چې د ملکي وگړو د وژل کېدو له امله به د بهرنيو ځواکونو د شتون ملاتړ په هېواد کې وار په وار کم شي. دا په داسې حال کې ده چې په کاپيسا کې هم دا دم نه تنه ملکي وگړي د ناټو د يو هوايي بريد په پايله کې وژل شوي دي. د ناټو سرتېري دا مهال د طالبانو د پسرلنيو بريدونو دپاره چمتو والی نيسي.