1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د افغان ولسوال د وژلو په اړه د څېړنو امر کړی

۱۳۸۹ آذر ۱۱, پنجشنبه

افغان ولسمشر، حامد کرزي، امر کړی ترڅو د افغانستان په جنوب کښي د ناټو لخوا د وژنو په اړه څېړني وشي.

https://p.dw.com/p/QOMT
انځور: AP

د کرزي دفتر ويلي،چي تيره اونۍ د ناټو ځواکونو عسکر د هلمند ولايت، د يو ولسوال چي حاجي ابراهيم نوميږي، کور ته ننوتي، او د هغه په وژولو سربيره يې، د ولسوال د کورنۍ شپږ نور غړي هم له ځان سره بېولي دي.

په هغه خبر پاڼه کي چي د افغان ولسمشر د دفتر لخوا خپره سوې راغلي دي چي د هلمند والي، ګلاب منګل، کرزي ته ويلي چي لومړنۍ څېړني ښيي چي حاجي ابراهيم کومه ګناه نه درلوده.

په خبر پاڼه کي زياته سوې، چي کرزي، کلاب منګل ته امر کړی، چي د دغه ولسوال د وژلو په اړه څېړني وکړي.

د هلمند د والي وياند، داود احمدي، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چي د دغه پيښي په اړه څېړني لا تر مخه پيل سوي دي.

هغه ويلي دي چي د هلمند والي په دې اړه د ناټو ځواکونو ته خط ليکلی او د حاجي ابراهيم د وژني په اړه يې پوښتلي دي، خو ده لا تر اوسه د دغه ليک ځواب ندي تر لاسه کړی.

په ورته وخت کي، ايساف ويلي دي چي دوی په هلمند ولايت کي پوځي عمليات په لاره اچولي او په ترڅ کي يې يو پاڅونکونکی وژل سوی دی.

د ايساف لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي: هغه مهال چي د ايسافت عسکرو په يو کور کښي تلاښي کول، يو پاڅونکونکي کوښښ وکړی، ترڅو پر دوی يو لاسي بم ګوزار کړي، چي هغه د پوځيانو لخوا ووژل سو.

په خبرپاڼي کي همداراز زياته سوي ده چي د کور تر تلاښي کولو وروسته د ايساف ځواکونو يو شمېر کسان چي د پاڅونکونکو ګمان ورباندي کيږي ونيول او په همدي کور کي ځيني چاوديدونکي مواد هم موندل سوي دي.

د ايساف ځواکونو د همدې پيښي په اړه د کرزي د غبرګون په باب، څه ونه ويل. ايساف اوس مهال په افغانستان کښي 150000 ځواکونه لري چي د امريکا تر مشرۍلاندي په دغه هيواد کښي دنده ترسره کوي.

دغه ځواکونه ډير ځله د طالبانو او القاعدې پر ضد عملياتو کښي د ملکي کسانو په وژلو تورن سوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل