1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د امريکا پر نوي پوځي ماموریت نیوکې وکړې

آژانسونه / ا.خ.ح.۱۳۹۵ شهریور ۲۵, پنجشنبه

حامد کرزي د امریکا پوځ ته د طالبانو پر وړاندې جګړې کښې پر ورکړل شویو نویو پوځي صلاحیتونو نیوکه کړې او وايي چې دغه کار د هیواد د ځمکني بشپړتیا له پاره ستر ګواښ دی.

https://p.dw.com/p/1K32E
Hamid Karzai Archiv
انځور: Bethany Clarke/Getty Images for 9th World Islamic Economic Forum
کرزی چې اوس هم د افغانستان پر سیاست د پردې تر شا اغیز لري، په یوه مرکه کښې په اسلام پالو خوځښتونو غږ کړی چې د سولې د خبرو په هکله عملي کیدونکې غوښتنې ولري.

له نوي حکومت سره د امریکا پوځي کړنې د هغه له سخت غبرګون سره مخ شوي دي، خو د کرزي ځای ناستي اشرف غني د امریکا پوځي او سیاسي مرستې ستایلي دي.

کرزي د امریکا د ولسمشر د هغه پریکړې په هکله چې د روان کال په جون میاشت کښې یې په افغانستان کښې د امریکا د پوځ نوې کړنلاره اعلان کړه، وویل: «د امریکا ولسمشر څنګه کولای شي چې په خپل سر په افغانستان کښې پوځي عملیات وکړي.» هغه پوښتنه کوي چې «ایا موږ دلته حکومت نلرو او ایا موږ یو خپلواک هیواد یو؟»

د بې پلوټه الوتکو بريدونه

د امریکايي چارواکو په حواله دغه نوي صلاحیتونه د افغانستان له حکومت سره په سلا مشورو عملي شوي دي چې پکې د اړتیا په وخت کښې امریکايي سرتیرو ته د ځمکني او هوايي بریدونو اجازه ورکړل شوې ده. د خپل حکومت په اوږدو کښې کرزي تل د امریکا له لوري د هوايي او بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو نیوکې کړې وې.

د کرزي د نیوکو ترڅنګ، امریکايي چارواکي وايي چې د دوی هوايي بریدونه له افغان امنیتي ځواکونو سره ډیره مرسته کوي. خو تیر کال په کندوز کښې د بې پولو ډاکټرانو پر یوه روغتون برید چې ۴۲ کسان پکې ووژل شول، امریکايي چارواکي وایې چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ډیرې هڅې کوي.

کرزي افغانستان د ۲۱ پیړۍ د سترې لوبې قرباني وباله او د امریکا متحده ایالات او پاکستان یې په افغانستان کښې پر جګړې تورن کړل، د هغه په وینا هغه جګړه چې زموږ نه ده.

طالبان باید واقعیتونه ومني

کرزي غوښتل چې د واشنګټن او کابل ترمنځ د اړیکو د پای ته رسولو پر ځای اړیکو ته بل شکل ورکړي. هغه وویل چې زه غواړم له امریکا سره متحد پاتې شم، خو دغه اړیکې باید د بادار او غلام اړیکې نه وي. موږ باید د دغې خاورې څښتن وو او امریکا باید د یوه میلمه په توګه پاتې شي.

په پاکستان کښې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کښې د طالبانو د نوي مشر، ملا اختر منصور تر وژل کیدو وروسته، کرزی په دې اند دي چې د طالبانو په فعالیتونو کښې ډیر لږ بدلون راغلی دی.

زه غواړم په طالبانو ږغ وکړم چې د بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان، د دوی د پوځيانو او د دې هیواد د استخباراتو له ولکې بیرون شي. هغه زیاتوي چې طالبان باید خپلې غوښتنې د واقعیتونو پر بنسټ وړاندې کړي.

کرزی وايي، کله چې طالبان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د خبرو غوښتنه کوي، نو دوی ته ووایاست چې پدې تمه به د ډیرو افغانانو وینې تویې شي.

هیواد باید خپل اعتماد بیرته ترلاسه کړي

د افغانستان د حکومت د ځینو چارواکو د څرګندونو ترڅنګ چې کرزی یې د غني د حکومت پر کمزوري کولو تورن کړی، هغه وايي چې تمه لرم حکومت خپله پنځه کلنه موده پای ته ورسوي.

کرزی همدا راز وايي چې حکومت باید پدې هم وپوهیږي چې هیڅ څوک دوی نه شړي. موږ غواړ چې حکومت خپله کاري دوره پای ته ورسوي مګر هیواد یوه ږغ او د خپل اعتماد د بیا لاسته راوړلو ته ډیره اړتیا لري. او د دې کار لپاره، هغه لویه جرګه بلل مناسب ګڼي.

په هیواد کښې د شته ننګونو ترڅنګ، طالبانو خپلو ترهګریزو کړنو ته زور ورکړی او له دې امله د افغانستان زرګونه تنکي ځوانان د هیواد پریښودو ته اړ شوي او اروپا ته د ښه ژوند موندلو لپاره مهاجر شوي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.04.2014):