1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د امریکایي سرتیرو د وتلو د پلان هرکلی وکړ

۱۳۹۰ تیر ۲, پنجشنبه

افغان ولسمشر، حامد کرزي، نن «پنج شنبه» د ولسمشر اوباما د هغي پریکړي هر کلی وکړ، چي په ترڅ کي یي د افغانستان څخه 10000 امریکایي سرتیري د روان کال تر پایه او 23000 نور د 2012 کال تر دوبی پوری وزي

https://p.dw.com/p/11i7d
افغان ولسمشر، حامد کرزی
افغان ولسمشر، حامد کرزیانځور: AP

کرزي، د بارک اوباما د بيانیي څخه څو ساعته وروسته له هغي د امريکايي سرتیرو د وتلو هرکلی وکړ. په ورستیو کی د کرزی او غربی مشرانو تر منځ اړيکی ترنګلي شوي دی.

کرزي چي نن د ژورنالیستانو سره خبري کولي وویل چی دی د ولسمشر اوباما د اعلامیی څخه هرکلی کوی.

«مونږ دغه اقدام د افغانستان او ځان لپاره ښه بولو او ملاتړ یي کوو.»

کرزي همداراز افغان ملت ته د دي خبري مبارکی ورکړه چی اوس به د خپلي خاوري څخه خپله دفاع کول پیل کړي.

پرون «چهارشنبه» باراک اوباما په یوي 13 دقیقه یي بیانیي کي وویل چي 10000 امریکايي سرتیري به د راتلونکي میاشتي تر پای پوري او 23000 نور به تر راتلونکی دوبي پوري افغانستان څخه ووزی.

اوباما همداراز په خپلي بیاني کي زیاته کړه چي په افغانستان کي جګړه د ختمیدو په حال کی ده او په دغه هیواد کي د سولی ړڼا لیدل کیږي.

طالبانو د اوباما دغه څرګندونی «سمبولیکی» بللي. دغه ډله د وروستیو لسو کلونو را په دي خوا افغانستان کي د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندي په جګړي بوخته ده.

که څه هم متحده ایالات د حامد کرزي د حکومت خڅه ملاتړ کوي، خو په وروستیو کي د کرزي او غربی نړۍ اړیکي یو څه ترنګلي شوي دي.

کرزی په امریکایانو تور لګوي چي د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره کافي اقدامات نه کوي، خو بیا امریکایي چارواکو په وروستیو کی کرزی د يوه ښه ملګري په حيث ده ته د شک په سترګه ګوري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل