1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د بندیانو په اړه د امریکا نیوکې رد کړې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۵, جمعه

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د بندیانو د آزادولو په اړه د ده پر حکومت د امریکا متحده ایالاتو نیوکه رد کړه. متحده ایالات د بگرام له زندانه تیره ورځ آزاد شوي بندیان خطرناک وبلل.

https://p.dw.com/p/1B8MS
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

افغان چارواکي د خپلو وگړو د آزادیدو پریکړه له قانون سره سمه بولي چې په وینا یې د متحده ایالاتو له بې بنسټه تورونو سره مخامخ شوي ول. د پنجشنبې په ورځ د بگرام له زندانه ۶۵ شکمن بندیان آزاد کړای شول. خو امریکا متحده ایالاتو دغه پریکړه د «ژورې اندیښنې» وړ یو گام بللی دی او ناټو چې له ۱۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې پوځي عملیات پر مخ بیایي او د کرزي د حکومت ملاتړ کوي، دغه پریکړه د لوی شاتگ په توگه عنوان کړې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په پلازمینه انقره کې د دغه هیواد له ولسمشر عبدالله گل او د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره تر لیدنې کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «کله چی افغان قضایي ارگانونو د بندیانو د آزادیدو پرېکړه وکړي، نو دا د امریکا له پاره د اندیښنې وړ خبره نه ده. زه هیله لرم چې متحده ایالات د افغانستان قضایي طرزالعمل ته خنډ اچول او د قضایي ارگانونو ځورول ودروي. زه هیله لرم چې متحده ایالات د افغانستان بشپړ خپلواکمنۍ ته درناوی خوندي وساتي.»

د حامد کرزي حکومت له ډیر وخت راهیسې شکایت کوي چې بهرني ځواکونه پرته له قضایي بهیر څخه د شک په پر بنسټ افغانان بندیان کوي.

د بگرام له زندانه د چهارشنبې په ورځ ۶۵ تنه آزاد شول چې متحده ایالات یې خطرناک بولي
د بگرام له زندانه د چهارشنبې په ورځ ۶۵ تنه آزاد شول چې متحده ایالات یې خطرناک بوليانځور: picture-alliance/dpa

په یوه غیر عادي سخته خبر پاڼه کې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ویلي دي چې ځینو آزداو شوو بندیانو افغان او امریکایي سرتیري وژلي دي او اوس د یو تازه خطر گواښ رامنځ ته کوي. دغه خبر پاڼه زیاتوي: «امریکایي او افغان ځواکونو د افغانستان د خلکو د حفاظت له پاره خپل ژوند په خطر کې اچولی دی. موږ څو وارې د کابل له حکومت څخه غوښتي دي چې د ننۍ آزادولو بالقوه وژنکو اغیزو په هکله فکر وکړي.» خبر پاڼه زیاتوي چې ښایي آزاد شوي بندیان خپل « جنايی چلند» له سره پیل کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هارف، پر کابل باندې غږ کړی دی چې دا خبره دې یقیني کړي چې آزاد شوي بندیان د تاوتریخوالي کوم عمل تر سره نه کړي او که چیرې په دغسې یو عمل لاس پوري کوي «نو په عاجله توگه باید د قانون منگولو ته وسپارل شي.»

ماري هارف یادونه وکړه چې «افغانستان یو خپلواکه هیواد دی. [کرزي] په دې هکله سمه خبره کړې ده. هغوی پخپله خپلې پریکړې کولای شي.»

خو ماري هاف، په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې دوی د دغه کسانو د آزادیدو له کبله د ائتلافي ځواکونو، افغان امنیتي ځواکونو او همداشان د ملکي افغانانو د ژوندانه په اړه انديښنه لري.

د متحده ایالاتو د کانگرس د وسلوالو ځواکونو د جرگه گۍ مشر او همداشان د ناټو عمومي منشي اندرز فوگ راسموسن هم د بندیانو د خوشې کولو په اړه اندیښنه ښوولې ده.