1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د بې پيلوټه الوتکي پر بريد نيوکه کړې ده

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۱۳, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي په يوه «نامناسب» وخت کي د امريکا له خوا د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله محسود پر وژلو باندي نيوکه کړې ده او اميدواري يې ښوولې ده چي دا به په سیمه کي د سولي د ټينګولو تلاشونه زيانمن نه کړي.

https://p.dw.com/p/1AB4X
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

کرزي د امريکا متحده ايالاتو کانګرس له غړو سره په ليدنه کتنه کي ويلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا د بې پيلوټه الوتکي بريد په يوه «نامناسب» وخت کي ترسره سوی دی.

د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نومبر۳) ناوخته د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي افغان حکومت اميدواره دی چي دا به په سيمه کي د سولي ټينګولو په اړه هلي ځلي زيانمني نه کړي.

پر محسو باندي د امريکا متحد ايالاتو اقدام د پاکستان د حکومت غوسه هم را پارولې ده. د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار واشنګټن د سولي د هڅو په «تاواني» کولو تورن کړی دی. حکيم الله محسود د جمعې په ورځ د افغانستان سرحد ته نژدې د پاکستان په قبايلي سيمه کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي له خپلو څلرو تنو ملګرو سره ووژل سو.

افغان ولسمشر حامد کرزی له ډېره وخت راهيسي تلاش کوي چي له خپلو وسله والو مخالفينو سره خبرو ته کښېني او د افغانستان ۱۲ کلني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي، خو وسله وال مخالفين په تيره بيا طالبان له هغه سره د خبرو ډډه کوي او وايي چي کرزی د واشنګټن لاس پوڅی دی.

د پاکستان حکومت هم هڅي کوي چي په خپل هيواد کي له پاکستاني طالبانو سره چي له افغاني طالبانو څخه جلا دي خو يو له بله سره اړيکي لري خبري وکړي.

کرزی چي تازه په لندن کي د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سر تر خبرو اترو وروسته خپل هيواد ته رسېدلی دی، په وينا پاڼه کي يې ويلي دي چي د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکي ښې سوي دي. جمهور رييس زياته کړې ده: «دغه غونډه د پاکستان له اړخه يوه له بهترينو څخه وه او هيله من يو چي د پاکستاني طالبانو پر رهبرۍ باندي بريد به په پاکستان او افغانستان کي د سولي بهير ته زيان ونه رسوي.»

پاکستان له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پوري په کابل کي د طالبانو د رژيم يو له مهمو ملاتړ کوونکو څخه وو او دغه هيواد د طالب مشرانو د پټېدو ځای ګرځېدلی وو.

د روان کال په جون مياشت کي په قطر کي د طالبانو دفتر د سولي د خبرو اترو له پاره پرانيستل سو خو بيرته ژر ځکه وتړل سو چي په دغه دفتر کي د طالبانو د وخت بيرغ او لوحې چي اسلامي امارت باندي ليکل سوی وو، کرزی، په غوسه کړ او دا يې په تبعيد کي د يوه دولت د سفارت په نامه ياد کړ.