1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د سولي د عالي شورا لومړی غونډه پرانستله

۱۳۸۹ مهر ۱۵, پنجشنبه

دغه غونډه هغه راپورونه تايد وي چي په افغانستان کي د لس کلن جنک د پای دپاره د دولت د مخالفینو سره پټي خبري رواني وې.

https://p.dw.com/p/PY8O
ولسمشر کرزی د سولي د عالي شورا د لومړۍ غونډي د پرانستلو پر مهال
ولسمشر کرزی د سولي د عالي شورا د لومړۍ غونډي د پرانستلو پر مهالانځور: AP

د سولي عالي شورا هغه څه دي چي حامد کرزی غواړي ددې لاره د طالبانو او نورو وسلوالو سره خبري اتري وکړي.

خو طالبانو هر وخت ويلي دي چي دوی به تر هغه پوري په خبرو اترو کي ونډه وانه خلي تر څو ددغه هيواد څخه د امريکا په مشرۍ ۱۵۲۰۰۰ بهرني پوځونه وتلي نه وي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په يوه خپره کړې اعلامه کي ويلي دي چي ددوی جهاد لا هغسي پياوړی دی.

کرزي د شورا د پرانستلو په وينا کي وويل چي:« ګرانو مشرانو دغه د سولي د عالي شورا لومړی غونډه ده چي پيلو يې».

کرزي په دې وينا کي يوار بيا پر طالبانو ږغ کړی چي د سولي په پروسه کي ور ګډ سي.

کرزي وويل چي نن هغه ورځ ده چي پوره نهه کال د مخه امريکا په افغانستان کي د طالبانو په وړاندي ځکه په عملياتو لاس پوري کړی چي د القاعدې مشران يې ور تسليم نه کړل.

فرانس پريس آژانس ليکي چي، په دې نهو کلونو کي ډيرو افغان او بهرنيو ځواکونو خپل ژوند د لاسه ورکړی او طالبان اوس تر بل هر وخت پياوړي سوي دي.

د سولي عالي شورا چي ۶۸ غړي لري د روان کال د جون په مياشت کي په کابل کي د سولي د ملي مشورتي جرکې وروسته جوړه سوې.

وروسته له هغه چي نړيوالو سازمانونو پر افغان حکومت فشار راوړی چي په دې شورا کي بايد د ښځو ونډه نوره هم پياوړې سي اوس به دوې نوري ښځينه غړي هم په دې شوراکي شاملي سي.

غونډه د جمهوري رياست په ماڼۍ کي پرانستل سوه
غونډه د جمهوري رياست په ماڼۍ کي پرانستل سوهانځور: AP

څېړونکي پدې اند چي په دې شورا کي د جنګسالارانو او مليشه يي قوماندانانو په شتون سره به دغه شورا د ناکامۍ سره مخامخ سي.

کرزي په خپله پرانستونکې وينا کي وويل:« زه تاسو محترمو ته د کاميابۍ هيله کوم، خدای دي وکړي چي زموږ هيلي په ريښتا هم تر سره سي. هغه هيلي چي زموږ د هيواد د سولي او ثبات دپاره دي.»

کرزي زياته کړې « پر ټولو هغو مخالفنو چي غواړي دې هيواد ته خدمت وکړي ږغ کوو چي ددې وخت څخه ګټه واخلي او هيواد ته سوله ور په برخه کړي.»

د فرانس پريس آژانس د رپوټ له مخه د عادي افغانانو په ځانګړې توګه د هغو په منځ کي چي په ښارونو کي مېشت دي داسي بيره سته چي د طالبانو سره د قدرت پر سره په هر ډول مامله کي به هغه آزادۍ بيرته د لاسه ورکړي چي درلودلې په خاصه توګه ښځي.

د ښځو يوه فعاله فوزيه کوفي وايي چي،« زما تر ټولو لو بيره داده چي افغانستان به بيرته د طالبانو هغه تياره دورې ته ور وګرځي چي اته کاله د مخه وه» هغې دا هم ويلي دي چي کيدای سي د طالبانو په کړو وړو کي بدلون راسي.« خو زه نه غواړم چي افغان دولت د هغه کسانو سره خبري اتري وکړي چي د ښځو سره يې انساني چلند نه کاوه.»

د آژانس په خبره طالبانو پر افغانستان باندي د نهه کلن جنګ د کاليزي په اړه په يوه خبري پاڼه کي ادعا کړې چي د افغانستان شاوخوا ۷۵٪ خواره په خپل کنترول کي لري.

طالبانو ويلي دي چي، د جهاد او مقاومت قوي مرکزونه د « امريکا او د هغوی د ملګرو پر ضد تر بل هروخت ډير قوي دي. د افغانستان اسلامي امارت امريکايي چارواکو ته دا مشوره ورکوي چي په حال کي راسي پر خپلو هيوادوالو باندي رحم وکړي او د افغانستان څخه ووځي.»

کرزي په دې وينا کي يوار بيا پر طالبانو ږغ کړی چي د سولي په پروسه کي ور ګډ سي
کرزي په دې وينا کي يوار بيا پر طالبانو ږغ کړی چي د سولي په پروسه کي ور ګډ سيانځور: AP

په امريکا کي مېشت د ازادو ټولنو بنياد د پنجشنبې په ورځ وويل چي د عامو افغانانو عتماد پر امريکايي ځواکونو باندي د لږېدو په حال کي دی.

دا ځکه په افغانستان کي ملکي وګړي وژل کيږي، په ناحقه خلک بندي کيږي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼي د خبر له مخه د طالبانو قوماندان ملا محمد عمر چي د راپورونو له مخه په ګاونډي پاکستان کي اوسيږي د افغان دولت او طالبانو تر منځ په لوړه کچه د هغو خبرو اترو چي د جنګ د پای ته رسېدو دپاره کيږي ملاتړ کړي.

په نوو خبرو اترو کي به هغه خبري هم ترسره کيږي چي طالبان به په افغان حکومت کي برخه لري او د افغانستان څخه به بهرني ځواکونه د يو مهال وېش له مخه وځي.

د آژانس په خبره سپيني ماڼي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کړی او دايي هم ويلي چي امريکايي چارواکي د طالبانو سره په تماس کي نه ول.

د يوې برتانوي ورځپاڼي د راپور له مخه چي افغان او امريکايي چارواکي د حقاني د ډلي سره په تماس ول. حقاني هغه ډله ده چي د هغې څخه په افغانستان کي ډيره بيره سته.

د حقاني د ډلي مشري د پاکستان په شمالي وزيريستان کي مرکزونه لري او دغه ډله په دې وروستيو کي په اروپا کي د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په پلان کي شريک ول.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: رحيله اميري