1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د چارواکو پر بهرنيو سفرونو محدوديت راوست

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه

د افغان حکومت د يوې نوي پريکړي له مخي، افغان چارواکي نور نسي کولای چي د ولسمشر کرزي له اجازې پرته بهرني سفرونه وکړي. د دې پريکړي له مخي ټول رسمي او غير رسمي بهرني سفرونه بايد له کرزي سره په سلا تر سره سي.

https://p.dw.com/p/16BJW
انځور: AP

د چارو د ادارې مرستيال نجيب الله امين د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۸) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي له دې وروسته به د ټولو افغاني چارواکو سفرونه د ولسمشر حامد کرزي په اجازه تر سره کيږي.

پر بهرنيو سفرونو باندي په داسي حال کي محدوديتونه راځي، چي تر دې دمخه د دولتي چارواکو پر هغو سفرونو باندي سختي نيوکي کېدلې چي دوی به د رخصتيو په ورځو کي دوبۍ يا اروپايي هيوادونو ته کول.

د نوي پريکړي له مخي واليان هم نسي کولای، چي د جمهوري رياست له اجازې پرته کابل ته سفر وکړي.

د چارو د ادارې چارواکي وايي، چي ډير ژر به يو شمېر واليان له دندو گوښه سي او نوي واليان به ئې پرځای وټاکل سي.

امين وويل، چي دا کار په سيمه ييزو ادارو کي د کار د ښه والي په خاطر تر سره کيږي:

«هغه نوی وړانديز چي د سيمه ييزو ارگانونو ادارې کړی دئ، د ټولو معيارونو په نظر کي نيولو سره به، تاسي ډير ژر ووينی چي يوشمېر ولايتونه به نوي واليان ولري.» خو هغه د واليانو نومونه وا نه خيستل.

دغي ادارې دغه راز د ولسمشر کرزي د هغه نوي فرمان په اړه هم خبر ورکړ چي په ادارو کي د اداري فساد پرضد مبارزې او کار د ښه کولو په منظور صادر سوی دئ.

ښاغلي امين وويل، پتېيل سوې ده چي په هر وزارت کي به يوه درې کسيزه ډله د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخي د چارو څارنه کوي.

دغه تلاښونه په داسي حال کي کيږي، چي له اداري فساد سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، چي د وزيرانو په گډون لوړپوړي دولتي چارواکي د فساد دوسيې لري.

دغي ادارې څه موده دمخه له جمهوري رياست څخه غوښتي وه، چي د هغو وزيرانو دندې وځنډوي چي په اداري فساد کي ښکېل دي. خو دغه غوښتنه تراوسه پوري نه ده عملي سوې.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل