1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي رحیمي ته تبریکي وویله

۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16Zr9

ولسمشر حامد کرزي، د چهار شنبې په ورځ افغان سوک وهوونکي حمید رحیمي ته د هغه د بریا له کبله تبریکي وویله. رحيمي د سه شنبې په ماښام په کابل کې د لومړي ځل له پاره له یوه تانزانیایي سوک وهوونکي سره مسابقه وکړه چې په اووم روند کې یې له خپل سیال څخه مسابقه وګتله.

د ولسمشرۍ د دفتر له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر د حمید رحیمي له تانزانیایي سیال څخه هم مننه کوي چې افغانستان ته راغلی او بیا یې په دې سیالۍ کې ګډون وکړ.

د حمید رحیمي او د هغه د تانزانیايي سیال تر منځ سیالي په کابل کې د لویه جرګې په خیمه کې وشوه. د سیالي لیدو ته ډیر شمیر افغانان راغلي ول.