کرزي سريلانکا ته خپل درې ورځنی سفر پيل کړ
۱۳۹۲ اسفند ۱۴, چهارشنبهاعلان
ولسمشر کرزی به د پنجشبنې په ورځ له خپل سریلانکایي سیال مهیندا راجا پاکسا، سره وویني. دواړه مشران به څو دوه اړخیز تړونونه هم لاسلیک کړي.
یو تړون په افغانستان کې د هغو مسلکي سریلانکیانو له پاره چې په کابل کې اوسیږي د کاري فرستونو د برابرولو په اړه دی.
اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ سریلانیکایان په کار بوخت دي. ډیر شمیر سریلانکیان له امریکايي او نورو لویدیځو ځواکونو سره کار کوي.
خو اوس چې دغه ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه وځي، کابل میشته سریلانکایان هم د خپلو دندو په اړه اندیښنه لري.
په اصل کې پلان شوې وه چې ولسمشر کرزي تیره میاشت سریلانکا ته سفر کړای وای خو دغه سفر تر هغه وروسته وځنډول شو چې یو شمیر افغان سرتیرو د یاغیان په یوه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.