1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي سمدلاسه د شپې عملياتو د بندولو غوښتنه کړې

۱۳۹۰ آذر ۲۹, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ په عاجله توگه د ناټو په مشري د شپې عمليات او د بهرنيو ځواکونو له لوري د افغانانو کورونو ته د ننوتلو د درولو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/13W6y
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: dapd

ولسمشر کرزي دا غوښتنه وروسته له هغه کړې، چي د آيساف ځواکونو وياند د دوشنبې په ورځ د شپې له خوا عملياتو ته د دوام ورکولو خبره کړې او دغه عمليات يې د اورپکو د مشرانو د په نښه کولو له پاره تر ټولو اغيزناکه او خوندي لار ګڼلې.

آيساف د دغو عملياتو پر دوام ټينګار کړی، خو ويلي يې دي، چي په نوموړو عملياتو کي به د ځانګړو افغان ځواکونو ونډه لا پکښي ډيره کړي.

د ولسمشر کرزي وياند، ايمل فيضي، ويلي:«د افغانستان جمهوررئيس په عاجله توګه د شپې له خوا تر سره کېدونکو چاپو او د افغانانو د کورنو د تلاښۍ د درولو غوښتنه کړې.»

هغه په خپلو خبرو کي زياته کړې، ولسمشر نه غواړي چي هيڅ کوم بهرنی سرتيری دي د افغانانو کورونو ته ورننوزي او د هغوئ کورونه دي تلاښي کړي.

افغان ولسمشر په وار وار د دغه ډول عملياتو د درولو غوښتنه کړې. د هغه په وينا دغه کار د افغانانو په منځ کي د بيري احساس پيدا کړی.

تيره مياشت دوديزي لويي جرګې د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو له پاره تر ټولو مهم شرط دا وړاندي کړی، چي دغه چاپې دي ودرول شي.

دغه ستراتيژيک تړون به د ۲۰۱۴ميلادي کال وروسته د افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان دولت او امريکايي سرتيرو تر منځ اړيکي روښانه کړي.

فيضي په خپلو خبرو کي ويلي، هغه څه چي ناټو يې په رسمي توګه وايي، هغه د لويي جرګې د پريکړو او ولسمشر د غوښتني خلاف دي:

«تر ټولو مهمه دا ده چي دا به د امريکا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک تړون پر لاسليکولو ښه اغيز و نه لري.»

د شپې له خوا د تر سره کيدونکو چاپو پر سر دغه مخالف هله راپورته شو، کله چي د شنبې په سهار وختي د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې په چاپه کي يوه اميدواره مېرمن په ډزو ووژل شوه.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل