1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي له طالبانو سره پټي خبری مني

۱۳۸۹ مهر ۱۹, دوشنبه

کله چه د حامد کرزي نه د پټو خبرو اترو په اړوند پوښتنه وشوه هغه وويل:« مونږ د طالبان سره لکه د وطن والو په شان خبري اتري کړي دي. دغه خبري اتري په غيري رسمي او نا منظم ټوګه له ډيري مودي را په دي خوا رواني دي

https://p.dw.com/p/PbDi
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزیانځور: picture alliance/dpa

د امريکايي تلويزيون، سي ان ان، سره په مرکه کي افغان ولسمشر، حامد کرزي، منلي دي چه د ده اداري له طالبانو سره د ‌‎ډيري مودي راپه دي خوا، د نهه کلني جګړي د ختمولو په اړوند خبري اتري کړي دي.

کله چه د حامد کرزي نه د پټو خبرو اترو په اړوند پوښتنه وشوه هغه وويل:« مونږ د طالبان سره لکه د وطن والو په شان خبري اتري کړي دي. دغه خبري اتري په غيري رسمي او نا منظم ټوګه له ډيري مودي را په دي خوا رواني دي، دا ځکه چي طالبان يو معلوم ادرس نلري. اوس مو چي د سولي عالي شورا جوړه کړي ده، اميد لرم چه دغه خبري اتري به په لا رسمي او شديده ټوګه پر مخکي لاړي شي»

تيره اوني واشنګتن پوست رپوټ ورکړ چه افغان حکومت د طالبانو سره پټي خبري اتري کوي چه په دغه خبرو کي د افغان حکومت، طالبانو او د «کویټه د شورا » لوړپوړي استازي ونډه لري.

د طالبانو ډلي، چه د خبرو اترو بل لوري دي ويلي دي چه هغه به د روغي جوړي خبرو ته ترهغه چمتو نشي چه له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه چي امريکا يي مشري کوي، نه يي وتلي.

. همدا راز، په يوي خبرپاڼي کي چي طالبانو تيره اوني خپره کړي، ادعا شوي چه د طالبانو ډله د افغانستان پر سلو کی 75 برخه د خپل په کنترول کي لري.

حامد کرزي په داسي حال کي د طالبانو سره غيري رسمي خبري اتري مني چه هغه تيره اوني د سولي د عالي شورا لومړي ناسته پرانستله. د غه شورا چه د حامد کرزي د خوا جوړه شوي ده، 68 غړي لري او برهان الدين رباني، د افغانستان پخواني ولسمشر، يي مشري کوي. د سولي شورا به د طالبانو سره په رسمي ټوګه خبري اتري پيل کړي. خو کرزي ويللي دي چه د دغه شورا به د القاعدي د غړو او د افغانستان د دښمنانو سره خبري اتري نکوي.

د سولي د عالي شورا نه پرته، افغان ولسمشر، حامد کرزي، هغه خبري چي د ده د رواني حالت په اړوند سوي دي هم په همدي مرکي کي رد کړي. هغه وويل چه دي لهښیی روانی روغتیا څخه برخه من دی.

په دي مرکه کي حامد کرزي د افغانستان او امريکا په اړيکو هم خبري وکړي. د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ،باراک اوباما، اداري افغان حکومت سره په دی موده کی په ځيني حالاتو کي ترخي اړيکي درلودي، څرنګه چی تير کال د حامد کرزي په اداري کي د فساد د شتون او په ټاکنوکي د درغلي درانه تورونه و لګول. دغو حالاتو ته په ځواب کي، کرزي هم لویدیځه نړي د ټاکنوکي په درغليو کي شامله وبلله.

په دغه مرکه کي حامد کرزي وويل چه دي د ولسمشر اوباما سره ښي اړيکي لري خو ده زياټه کړه چه د افغانستان خلک انديښنه لري چه امريکا به دوي شاته پريږدي.

حامد کرزي وويل چه دي هيله لري امريکا او د افغانستان نور ستراتيژيک ملګري به له ده سره مرسته وکړي ترڅو د افغانستان خلک په دي مطمين کري چه افغانستان به نړي په مرسته په یو ‎ښه او د یو د پياوړي اقتصاد لرونکی هیواد بدل شي.

فرانس پرس/ جهش

کتونکی: عبدالباری حکيم