1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي له پاکستانه، د بن په غونډه کي د گډون غوښتنه کړې

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

کابل او اسلام اباد د دې خبري پخلی کړی، چي افغان ولسمشر، حامد کرزي، د پاکستان د لومړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، څخه غوښتي، چي پر خپلي پریکړي باندي له سره غور وکړي.

https://p.dw.com/p/13J4g
ولسمشر کرزی او يوسف رضا گيلاني
ولسمشر کرزی او يوسف رضا گيلانيانځور: AP

وروسته تر هغه چي د شنبې په ورځ په مومند ايجنسۍ کي پر يوې پاکستاني پوستې باندي د ناټو په هوايي بريد کي ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل سول. داسي ويل کېده، چي کيدای سي پاکستان د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کي گډون ونه کړي.

نن د پاکستان د بهرنيو چارو وزات په يوه خبر پاڼه کي اعلان وکړی، چي د افغانستان په اړه د بن په دوهم کنفرانس کي به گډون نه کوي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند سيامک هيروي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي،چي پاکستان په دغه کنفرانس کي یو مهم برخه وال دی.هغه هیله څرګنده کړې چي پاکستان به د بن په غونډه کي ګډون وکړي.

«افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لومړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، ته تلیفون کړی او د هغه څخه یې په رسمي توګه غوښتي چي پاکستان په دغه غونډه کي ګډون وکړي.»

هغه زياته کړې، چي موږ پاکستان ته د یو مهم هیواد په سترګه ګورو او دې ته خوشبینه یو چي هغوئ به د بن په کنفرانس کي ګډون وکړي.

بله خوا د ګېلاني له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي د دې خبري پخلی شوی، چي افغان ولسمشر له ګیلاني څخه غوښتي چې د خپلي پریکړي په اړه له سره غور وکړي. خو په رسمي توګه یې د غور کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د آلمان صدراعظمې ویلي دي چې د افغانستان په هکله د بن په راروان کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون ډیر خواشینوونکی دی. هغې زیاته کړې چې کوښښ به وکړي، چي پاکستان دې ته قانع کړي، چي په کنفرانس کې برخه واخلي.

میرکل ویلي دي چي المان هڅه کوي تر څو پاکستان د بن په کنفرانس کې ګډون ته وهڅوي. پاکستان د ناټو د هوايي بريد له کبله، د افغانستان په هکله د بن په راتلونکي نړیوال کنفرانس کې د نه ګډون فیصله کړې ده. د ناټو د دغه برید په پایله کې ۲۴ تنه پاکستاني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

میرکل د اردن د پاچا، عبدالله دوهم، سره یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه دغه کنفرانس چې د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر په کوربه توب تر سره کیږي ډیر مهم دی.

هغې زیاته کړه چې آلمان تل دا خبره کړې چې د افغانستان ستونزه یوازې په سیمه کې حل کیدای شي او پاکستان د دغې سیمې یوه برخه ده نو له دې امله د بن په کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون خواشینوونکي دی.

میرکل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ناټو له لوري په بمبارۍ کی د انسانانو په وژنه د پاکستان اندیښنه درکه وي خو هغې زیاته کړه چې د بن راروان کنفرانس د افغانستان لپاره ډیر مهم دی:

«په افغانستان کې لویه جرګه تر سره شوه او اوس د یو سیاسي پروسې لپاره ډیر مناسب وخت دی. د بل پلوه زه د بایکاټ فیصله درک کولای شم. مونږ به وګورو چې څه کولای شو.»

پاکستان د فرانسې خبرې آژانس ته د دې خبرې پخلې کړی چې د ناټو له لورې د بمباریو په وړاندې د احتجاج په توګه دوې د بن په راروان کنفرانس کې ګډون نه کوي.

په عینې وخت کې کابل هم د بن په کانفرنس کې د پاکستان ګډون مهم بللی او ویلي یې دي چې پاکستان په دغه کانفرانس کې مهم رول لري.

افغانستان هیله څرګنده کړې چې پاکستان به خپله دغه فیصله بیرته واخلي. د افغانستان د بهرینو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې افغانستان پاکستان ته په سیمه کې د یوه مهم هیواد په سترګه ګوري او له همدې کبله د بن په کنفرانس کې د دغه هیواد ګډون اړین بولي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش