1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي واشنګتن د همکارۍ په نه کولو تورن کړ

۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعه

کرزي د جمعې په ورځ په امریکا تور ولګاوه چې د کندهار د پېښي په پلټني کې ئې په بشپړه توګه همکارۍ نه ده کړي. هغه آن وویل چې لا تر اوسه پوري نه ده معلومه چې «ایا رښتیا هم یوه امریکایی سرتیري په دې پېښه کې لاس درلود او که نه»

https://p.dw.com/p/14Ljj

د کابل او واشنګتن تر منځ اړیکي له هغه وروسته نوري هم ستونزمني شوې چې د تیرې یکشنبې په ورځ یوه امریکایي سرتیري د کندهار په یوه کلي کې د ماشومانو په گډون ۱۶ ملکي کسان ووژل. تر دې مخکي د بګرام په پوځي اډه کي د قرآن شریف په گډون یو شمیر دیني کتابونو ته اور هم ورته شوی وو.

که څه هم متحده ایاتو د بگرام پېښه قصدي و نه بلله او له کبله ئې بخښنه وغوښتله خو ولسمشر کرزي وروستیو پېښو ډیر په قهر کړی دئ او د هغوی له کبله ئې پر خپلو غربي ملگرو سختي نیوکي کړي دي.

کرزي د جمعې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «لوی درستیز همدا اوس رپوټ راکړ چې له افغان پلټونکي پلاوي سره امریکا متحده ایالاتو هغه همکارۍ نه ده کړې چې انتظار یې کیده.»

کرزي چې شاوخوا ته ئې لوړ پوړي افغان چارواکي ولاړ ول د کندهار د پنجوایي د پېښي د قربانیانو او د کلي له مشرانو سره ولیدل. هغه په خپلو یادونو کې د کلیوالو له هغي یوې انګیرني ملاتړ وکړ چې یو سرتیری په یواځیتوب سره دومره زیات خلک وژلی نه شي.

کرزي دا خبره په خپلو جملو سره داسي بیان کړه: «هغوی یعني د کلي خلک باور لري چې دا ممکن نه دئ چې یو سړی دې دا کار وکړي.» کرزي زیاته کړه: «د یوه سړي د کور په څلورو خونو کې خلک ووژل شول، ښځي او ماشومان، بیا ئې مړي ټول یوې کوټي ته راوړل شول او بیا ورته اور ورته شو. دا ټول کار یو تن نه شي کولای.»

افغان او امریکایي چارواکي دواړه د پېښي پلټنه کوي. که چیري رښتیا هم وموندل شي چي له یوه تن څخه زیات کسان په دې پېښه کې لاس لري نو دا به د ناتو تر مشري لاندي د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک له پاره یو ستونزمن وضعیت وي.

د یوه وروستي رپوټ له مخي هغه امریکایي سرتیری چې په دې تورن دئ چې په پنجوایي ولسوالي کې ئې په دغه برید لاس پوري کړی دئ له افغانستان څخه ایستل شوی دئ او د محاکمي له پاره امریکا متحده ایالاتو ته استول شوی دئ.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش