1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي يو وار بيا د ناټو لخوا ملکي وژني وغندلې

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

افغان ولسمشر به د ناټو د عمومي قوماندان څخه د تخار د پيښي سپيناوی وغواړي. هغه يوار بيا د ملکي کسانو وژنه غندلې او د لاريونونو په ترڅ کي يې د مرګ ژوبلي په اړي خپله خواشيني څرګنده کړې

https://p.dw.com/p/11Iy4
افغان ولسمشر
افغان ولسمشرانځور: AP

افغان ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د ناټو په عملياتو کي د څلور کسانو وژنه غندلې او بيا وروسته يې په لاريونونو کي د 11 نورو کسانو په وژنه خپله خواشيني څرګنده کړي.

د ولسمشرد دفتر څخه په خپره سوي خبر پاڼه کي راغلي چي ، افغان ولسمشر، حامد کرزی، د يوي کورنۍ د څلورو غړو وژنه چي د ناټو لخوا د تر سره سويو عملياتو په ترځ کي يي خپل ژوند د لاسه ورکړی، په کلکه غندلې.

ايتلافي ځواکونه وايي چي په دغه عملياتو کي د دوو وسله والو ښځو په شمول څلور تنه اورپکي وژل سوي. دغه پيښه په تخار کي رامنځ ته سوي چي د افغانستان په شمال کي يو نسبتا آرام ولايت بلل کيږي.

د دغو عملياتو پر خلاف د تخار ولايت په مرکز تالقانو کي شاوخوا 2000 تنو په لاريونونو لاس پوري کړ. دغه لاريونونه بيا په تاوتريخوالي تبديل سول چي په ترڅ کي يي تر اوسه 11 تنه مړه او تر50 ډير کسان زخميان سوي دي.

خبر پاڼه کي راغلي چي کرزي پر بهرني ځواکونو د يو طرفه پوځي عملياتو د درولو ږغ کړی. او ويلي يې دي چي داسي عمليات بايد افغان ځواکونو سره په همکارۍ تر سره سي. خو ايساف وايي چي پروني عمليات يې د افغان ځواکونو سره يوځای تر سره کړي.

خبر پاڼه زياتوي چي افغان ولسمشر، حامد کرزی، به په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان څخه هم د دي پيښي سپيناوی وغواړي.

په خبر پاڼي کي راغلي: «دا د افغانستان د دولت وظيفه ده چي په پيښه کي د وژل سويو کسانو د حقايقو څرنګوالی وڅيړي او د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان څخه د پيښي د سپيناوي غوښتنه وکړي.»

همدا راز حامد کرزي د لاريونونو په ترڅ کي د مرګ ژوبلي په اړه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړي ده.

اژانسونه/ سيد رياض
کتوونکي/ مسعود جهش