1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي ټول افغان مهاجر هيواد ته وربللي

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ شهریور ۲۱, یکشنبه

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي په جرمني کي له ټولو مهاجرو څخه غوښتي دي چي بيرته خپل هيواد ته ستانه سي. هغه دغه راز د مهاجرو په برخه کي د صدراعظمي انگلا ميرکل سياست ستايلی دئ.

https://p.dw.com/p/1K00L
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په «دورتموند» ښار کي د جرمني له خبري آژانس سره په خبرو کي پر ټولو افغان مهاجرو ږغ کړی دئ چي خپل هيواد ته ستانه سي.

هغه ويلي دي چي له هيواد وتل بايد پای ومومي: «موږ د تحصيل يافته ځوانانو کمښت لرو، موږ هغوی ته سخته اړتيا لرو. زه پر خپلو ځوانانو ږغ کوم چي خپل هيواد ته ستانه سي.»

کرزي زياته کړې ده: «دغه ډول نه کيږي چي ټول له هيواده ووځي. زه پوهيږم چي موږ له يوه سخته پړاوه تيريږو، خو له دغه شان وختونو نورو هيوادونه هم وتلي دي.»

هغه ويلي دي چي په جرمني کي ئې پخپله له افغان مهاجرو سره ملاقات کړی او له هغوی څخه ئې هيله کړې ده چي بيرته خپل هيواد ته وروگرځي.

کرزي دغه راز د جرمني د صدراعظمي انگلا ميرکل د مهاجرو د سياست دفاع کړې ده: «هغې ډېره ښه کار وکړ. زه پوهيږم چي پر هغې باندي اوس فشارونه ډېر دي، خو تاسي وگورئ چي ميرکل په نړۍ کي د جرمني له پاره څه وکړل، په ځانگړې توگه د نړۍ په هغو برخو کي چي د جرمني په اړه بل ډول فکر موجود وو.» هغه زياته کړې: «اوس په نړۍ کي د جرمني محصولات تر بل هر وخت ښه بازار لري دا په دې معنی چي خلکو دغه هيواد نور هم ښه وپېژاند.»

د افغانستان مخکني ولسمشر ويلي دي: «صدراعظمي انگلا ميرکل نړۍ ته ډېر ښه پيغام لېږلی دی، چي جرمني ستونزي په رسميت پيژني او د هغه په اړه عمل کوي، نه د رد، بلکي د سخاوت په برخه کي. دې کار نه يوازي په افغانستان، بلکي په ټوله نړۍ کي د نه منلو وړ مثبت اغېز کړی دئ.»

کرزی د جرمني په نوردراين ويستفالن ايالت د «Campus Symposium» کي د کډون له پاره جرمني ته راغلی او درې ورځي به دلته پاته سي.

اروپا ته مهاجرت