1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي پر طالبانو ږغ کړی دئ چي د پوليو کمپاين مخه دي نه نيسي

۱۳۹۰ دی ۲۷, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کي د پوليو کمپاين له پيليدو سره پر خپلو وسله والو مخالفينو ږغ کړی دئ چي د دغه کمپاين په وړاندي دي، چي يو بشري ماموريت دئ خنډونه نه جوړوي.

https://p.dw.com/p/13kfE
په افغانستان کي د پوليو پيښي نوري هم زياتي سوي دي
په افغانستان کي د پوليو پيښي نوري هم زياتي سوي ديانځور: Picture alliance/Ton Koene

دغه کمپاين نن سه شنبه د افغانستان په يو شمير سيمو کي پيل شو.

کرزي ويلي دي چي د دولت وسله وال مخالفين دي د پوليو ناروغۍ د واکـسينا سيون ټيمونو ته اجازه ورکړي چي ماشومان واکسين کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان راپورونه وايي چي د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ډيري پيښي د افغانستان په نا امنو جنوبي ولايتونو کي ثبت شوي دي. په دغو سيمو کښي روغتيايي اسانتياوي ډيري لږ دي.

د جمهور رئيس حامد کرزي له دفتر څخه په يوه خپره شوې وينا پاڼه کي چي په کابل کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته هم استول سوې ده، راغلي دي چي ولسمشر د هيواد په ځينو نا امـنو سيموکي د ماشومانو د فلج په ناروغۍ باندي خواشينی دئ.

د عامي روغتيا وزارت د نويو څيړنو له مخي د۲۰۱۰ ميلادي کال په پرتله اوس مهال په هيواد کي د پوليو پيښي درې برابره زياتي شوي دي.

د دغه وزارت د رپوټونو له مخي په ۲۰۱۱ميلادي کال کي د هيواد په کچه د ګوزڼ ناروغۍ اتيا پيښي ثبت شوي دي چي دوو شپېته پيښي ئې د فراه ولايت په گډون د افغانستان په جنوبي سيمو کي رامنځته شوي دي.

Flash-Galerie Millenniumsziele
انځور: AP

جمهوررئيس پر دغو پيښو خواشيني څرګندوي او وايي چي هغه څوک چي د افغانستان مظلومو ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکولو مخه نيسي د هيواد د ماشومانو د راتلونکي دښمنان دي.

په وينا پاڼه کي راغلي دي چي حامدکرزي د دولت پر وسله والو مخالفينو ږغ کړی دئ چي د ملي واکسيناسيون ټيمونو ته دي اجازه ورکړي چي ماشومان واکسين شي او په دې توګه هغوی له فلج څخه وژغورل شي.

حامد کرزی په تيرو لسو کلونوکي د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنيوي په لاره کي د افغانستان د دولت او نړيوالي ټولني هڅو ته د اشارې په ترڅ کي وايي چي که څه هم د هيواد په ګڼو سيموکي په دې اړه ډيرکارونه شوي دي او زموږ په ميليونونو ماشومان واکسين شوي دي.

په دې وينا پاڼه کي جمهور رئيس له ديني عالمانو، ملا امامانو او قومي مشرانو څخه په ټينګه غوښتي دي چي د واکسيناسيون له ټيمونو سره مرسته وکړي او د دولت وسله وال مخالفين دې ته وهڅوي چي د واکسيناسيون ټيمونو ته اجازه ورکړي چي له پنځه کلنۍ څخه د ټيټ عمر لرونکي ماشومان واکسين او د ګوزڼ له ناروغۍ څخه ئې وژغوري.

تر اوسه پوري نه ده معلومه چي آيا طالبان به په هغو سيمو کي چي دوی څه نا څه نفوذ لري د ماشومانو د ګوزڼ د کمپاين مخه ونيسي که نه.

تير کال طالبانو دغو ټيمونو ته اجازه ورکړې وه چي د دوی تر ولکې لاندي سيمو ته ورشي او تر پينځو کلونو عمر پوري ماشومان واکسين کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل