1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي په ډير حساس وخت کي پاکستان ته سفر کړی

۱۳۸۹ شهریور ۲۵, پنجشنبه

د سياسي چارو شنونکي په دي اند دي چي ګاونډي پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر په داسي وخت کي تر سره سو چي، هيواد يې په ډير نازک پړاو کي قرار لري.

https://p.dw.com/p/PDF7
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

پاکستان چي له تيروڅو لسيزو راپدي خوا د افغانستان پر مسايلو ژوري اغيزي لري په تيرو نهو کلونو کي په وار وار د افغان دولت له خوا د وسله والو مخالفينو سره په ملاتړ تورن سوی دی.

د کابل او اسلام آباد تر منځ د تورونو راکړه ورکړه کومه نوي خبره نه ده خو په داسي حال کي چي دوې ورځي وروسته افغانان په ټاکنو کي برخه اخلي، اسلام آباد ته د کرزي سفر کيدای سي چي پر دغه بهير مثبتي اغيزي ولري.

د سياسي چارو مبصرين په دي اند دي چي پاکستان د افغانستان په چارو کي په مستقيمه توګه په مثبت او منفي ډول ښکيل دي او اسلام آباد ته به د کرزي سفر ګټوري پايلي ولري.

د سياسي چارو شنونکي نور نواز پياوړي دويچه ويله ته وويل چي، اسلام آباد ته د کرزي سفر په خاصه توګه د انتخاباتو پر امنيت را څرخي.

هغه په دې اند دی چي د طالبانو او نورو هغو وسله والو ډلو مشران چي د پارلماني ټاکنو د ګډوډولو ګواښ يې کړی «په پاکستان کي دي» او که چيري د پاکستان استخباراتي اداره له هغوی څخه وغواړي نو دوی به دغه ټاکني ګډودي نه کړي.

که څه هم افغان دولت وايي چي د انتخاباتو د امنيت لپاره يې په سلګونو زره سرتيري د ملک په بيلا بيلو برخو کي ځای پر ځای کړي خو داسي ښکاري چي افغان حکومت ته د ټاکنو په بهير کي د طالبانو ګواښ ډير جدي دی.

تيره ورځ د ملي دفاع وزارت هم وويل چي دوی داسي راپورونه لري چي په ګڼ شمير کي مخالفين د ټاکنو د بهير د ګډوډولو لپاره چمتو سوي دي.

خو د سياسي چارو مبصر يعقوب په دې باور دی چي په ملک کي دننه دهري ورځي په تيريدو امنيتي حالت کړکيچن کېږي او لازمه ده چي ولسمشر کرزی له پاکستاني لوري سره پر يوه سرتاسري امنيتي پلان خبري وکړي او د طالبانو د ځپلو لپاره يي صادقانه ملاتړ تر لاسه کړي.

« زه فکر کوم چي ولسمشر کرزي چي امنيتي سالاکاران اوچارواکي له ځان سره بيولي د ده هدف به دا وي چي د هغه لوري له امنيتي چارواکو سره ګډه همکاري نوره هم پراخه اوټينګه کړي، د افغان او پاکستان د امنيتي ځانګو ترمنځ همکاري بايد نوره هم پراخه سي، او دا د دواړو ملکونو په ګټه ده».

پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر په داسي حال کي تر سره کيږي چي، افغانان شاوخوا ۳۶ ساعته وروسته په پارلماني ټاکنو کي برخه اخلي.

د کارپوهانو په وينا که چيري پاکستان ته د کرزي سفر ناڅاپه پلان سوي وي، نو خامخا يي اصلي موخه د ټاکنو د امنيت پر سره ده. خو که چيري دغه پلان مخکي تر مخکي جوړ او د نورو موضوعاتو په اړه وي نو په داسي حالاتو کي د هغه تګ پاکستان ته مناسب نه وو.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل