1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی:د قانون په پلي کولو کي تر یو حده ناکامه يو

۱۳۸۹ دی ۱۵, چهارشنبه

د اساسي قانون د تصويب د اومي کليزي په مناسبت جوړه سوې غونډه کي ولسمشر کرزي وويل چي د اساسي قانون د عملي کولو به برخه کي يي حکومت له ناکاميوسره هم مخامخ سوی دی.

https://p.dw.com/p/Qndk
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

د اوسني حکومت اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال کي د لويي جرګي له لوري تصويب او ولسمشر توشيح کړ.

کرزي وويل چي حکومت يي د اساسي قانون د پلي کولو په برخه کي هڅي کړي خو دا يي هم ومنله چي د اساسي قانون د ځينو برخو په نه پلي کولو کي له سره ناغيړي سوې ده.

« په تيرو اوو کلونو کي موږ خپلي ټولي چاري په سمه توګه تر سره کړي دي، ستونزي او ناکامۍ مو هم درلودې، زموږ يوه ناکامي د ولسواليو د انتخاباتو نه تر سره کول دي، دا د قانون ښکاره حکم دی خو موږ په تيرو اوو کلونو کي و نه توانيدو چي دا پلي کړو».

حامد کرزي وويل چي په اوسني اساسي قانون کي يو لړ داسي ستونزي سته چي بايد د اړتيا پر مهال د لويي جرګې له لوري هواری سي.

نوموړي زياته کړه چي د اساسي قانون ځينو ټکو په تيره کي يو لړ ستونزي را ټوکولي دي خو له دې سره سره هغه اوسنی قانون ښه وباله خو په هغه کي يي د خپلو بهرنيو ملګرو له مداخلي انديښه وښوده.

کرزي وويل چي بهرنيان يي په اساسي قانون او کورنيو چارو کي لاس وهنه کوي.

« له بهرنيو دوستانو دا هيله لرو چي زموږ په کورنيو چاروکي د مداخلي لاس ور لنډ کړي بلاخره دوی لاس وهني کوي».

کرزي وويل چي اوسنی اساسي قانون په ځينو مواردو کي د ده حکومت له ستونزو سره مخ کړی چي دغه ستونزي به د لويي جرګي په جوړولو هواري کړي.

ولسمشر کرزي د اساسي قانون د حاکميت لپاره له ديني عالمانو، د قانون له پلي کونکو، ولسي افغانانو او مخورو د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.

« د قانون حاکميت د افغانانو ملي پابندۍ ته اړتيا لري او په ورته وخت کي د هغه د پلي کولو لپاره زموږ پوره خپلواکۍ ته اړتيا لري».

ولسمشر وويل چي د افغانستان قانون د خلکو ملي تړون دی چي د ټولو خلکو حقونه پکښي خوندي سوي دي.

د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۳ کال کي د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لخوا د افغانستان اساسي قانون تصويب سو چي په پايله کي يې د هيواد دري ګونو قوتنونو ته واک ورکړل سو.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون دولس فصلونه او ۱۶۲ مادي لري چي په ۱۳۸۲ کال کي د لويي جرګي تر تصويب وروسته د ولسمشر کرزي لخوا توشيح او د پلي کيدو وړ وګرځيد.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل