1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی:طالبان مات سوي، خلک یې ملاتړ نه کوي

۱۳۸۹ مهر ۱۸, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی په نرمه لهجه له طالبانو غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي خو د کندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزي ويلي دي چي طالبان مات شوي او تښتیدلي یاغیان په ګوتو کوي چې نور نو د مقاومت توان نه لري.

https://p.dw.com/p/PaSL
د ولسمشر کرزی ورور احمد ولي کرزی د خپلو انډيوالانو سره د مطبوعاتي غونډي پر مهال
د ولسمشر کرزی ورور احمد ولي کرزی د خپلو انډيوالانو سره د مطبوعاتي غونډي پر مهالانځور: dpa

د کندهار د ولایتي شورا ریس احمد ولي کرزی وایې چي طالبان په کندهار کې مات سوي او د تيښتې په حال کې دي.

احمد ولي کرزی دغه څرګندوني څو ساعته دمخه تر هغه وکړي چې مشر ورور یې په یوه ناڅاپي سفر دغه ولایت ته ورغی.

د حامد کرزي سره چي پرون کندهار ته ورسیدی د کابینې یو شمیر غړو، په افغانستان کې ناټو عمومي قوماندان جنرال دیوید پتریوس او په کابل کې د امریکا سفیر جنرال کارل ایکن بیري هم ملتیا کوله.

اوس کندهار د افغان دولت د توجه عمده محور ګڼل کیږي.

کندهار چي یو مهال د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز وو په تیرو دریو کلونو کې یې د هري ورځي په تیریدو امنیتي حالت کړکیچن سوی او حکومتي مامورین حتی د ښار په زړه کي هم په ډاډه توګه تګ را تګ نه سي کولای.

حامد کرزی هڅه کوي چې اوس د کندهار ولايت امنيت چي د جنوبي افغانستان زړه بلل کيږي خوندي او نورو ولايتونو ته د نا امنۍ د لمن د خپريدو مخه ونيسي.

حامد کرزي کندهار ته د خپل سفر په لومړيو شيبو کي د ارغنداب ولسوالۍ غوره کړه او هلته هغي غونډي ته ورغی چي په سلګونو تنو قومي مشرانو، سپينږرو، مخورو او ملا امامانو برخه لرله.

کرزي له ګډون والو غوښتنه وکړه چي د خپلو سيمو په ساتلو کي له حکومت سره همکاري وکړي او له دې لاري خپلو سیمو ته د بياودانولو د پروژو د ورتګ لپاره لاره خلاصه کړي.

حامد کرزي د خپلې وينا په یوه برخه کي وویل:

«په دې هيله يم چي نور نو زموږ او ستاسو په هيواد كي سرتاسري سوله تامين سوې وي او په ګډه مو دې خوار او دربدره هيواد ته كار كړى وي، نور نو افغانان د مرګونو او بدبختيو د زغملو توان نه لري».

Hamid Karsai NO FLASH
انځور: AP

كرزي د كندهار ولايت د اړوندو ولسواليو دهغه قومي مشرانو څخه چي خپلي سيمي يې پرې ايښي او دښار نورو برخو ته کډه سوي غوښتنه وکړه چې بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه سي.

کرزي وویل چې دا کار به د امنیت په راوستلو کې اغېزمن ثابت سي او هغو پيژندل سوو كسانو ته دامنيت دخرابېدو زمينه برابره نه سي چي د پریدو له لوري غولول سوي دي.

یو شمیر قومي مشرانو په دغه غونډه کې له کرزي څخه غوښتنه وکړه چې د بریښنا او اوبو په برخه کي ورسره مرسته وکړي.

هغوی ویل چې دوی د بریښنا له نشتون سره مخ دي او د څښاک پاکو اوبو ته هم لاس رسی لري.

د کندهار د نوي امنیتي ښاري کمربند له کارکونکو څخه د غونډه والو شکایتونه بل هغه څه وه چي کرزی یې په ژور سوچ کي ډوب کړ او هغه دغه شکایت پر ځای وباله.

خلکو ویل چې کله د لریو پرتو سیمو خلک ښار ته را داخلیږي نو د حکومتي کسانو له لوري یې د سترګو انځورونه اخیستل کیږي چي کرزي د دغه کار د ژر تر ژره ودریدو امر وکړ.

په ورته وخت کي د کرزي کشر ورور احمد ولي کرزي بیا کندهار ته د خپل ورور تر ورتګ څو ساعته دمخه له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چي طالبان په کندهار کې مات سوي او نور نو د تیښتې په حال کې دي.

احمد ولي کرزي اکسپرس نیوز چینل سره په مرکه کې وویل:

« په کندهار کي د عملیاتو له پیل راهیسي او د هغوی د مشر قوماندان د وژلو را پدې خوا طالبان په تیښته کې دي، هغوی مات سوي، نور خلک ورسره همکاري نه کوي، خلک یې مړي نه خښوي او د ټپیانو سره یې مرسته نه کوي».

احمد ولي کرزی چې د کندهار د ولایتي شورا مشري هم په غاړه لري په داسي حال کې دغه څرګندوني کوي چې حامد کرزي بیا کندهار ته د سفر پر مهال یو ځل بیا طالبان خپل وروڼه وبلل او پر هغوی یې ږغ وکړ چي د سولې د بهیر سره یو ځای سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل