1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانان دې له بهرنیو هوایي ملاتړ نه غواړي»

محمد اسماعیل شاکر۱۳۹۱ بهمن ۲۸, شنبه

ولسمشر حامد کرزي وویل چې افغان امنیتي ځواکونو به په راتلونکې کې له دې څخه منع شي چې د پوځي عملیاتو پر مهال له بهرنیو ځواکونو څخه هوایي مرسته وغواړي ځکه د هغه په خبره په دغه بریدونو کې ډیر شمیر ملکي افغانان وژل کیږي.

https://p.dw.com/p/17fPx
Hamid Karzai Präsident Afghanistan

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ میلادي کال د فبروري ۱۶مه نیټه) په کابل کې د ملي اردو د منسوبینو کلنۍ غونډې ته په وینا کې د ناټو وروستي هوايي برید ته اشاره وکړه او ویویل چې داسې یو فرمان په صادر کړي چې له مخې یې نور افغان ځواکونه له نړیوالو ځواکونو څخه هوایي مرسته و نه شي غوښتلای. تیره اوونۍ د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي او څلور تنه وسلوال طالبان وژل شوي ول.

ولسمشر کرزي وویل چې د کونړ تر پېښې وروسته یې په افغانستان کې د ناټو او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان خپل دفتر ته ورغوښتی وو، خو هغه ورته ویلي وو چې نړیوالو ځواکونو دغه برید د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه ترسره کړی دی. ولسمشر کرزي زیاته کړه چې تر دې وروسته به هیڅ افغان د خپلو کلیو بانډو د بمبارولو له پاره له بهرنیو ځواکونو څخه مرسته ونه غواړې او ډیر ژر به په دې اړه یو حکم هم صادر کړي.

کرزي وړاندې وویل: «نن له دې ځایه دا اعلان کوم او سبا حکم هم صادروم چې د افغانستان هیڅ نظامي او امنیتي قوت په هیڅ حالاتو کې زموږ پر خپل کور او کلي کې د عملیاتو په خاطر د خارجیانو الوتکې نه شي راغوښتی.»

د ناټو په عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو له هغو اختلافي موضوعګانو څخه ده چې وخت نا وخت پرې د ولسمشر کرزي او د هغه د لویدیځو ملګرو ترمنځ ستونزې رامنځ ته کیږي.

په همدې حال کې ولسمشر کرزي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې ۲۰۱۴ کال د افغانانو له پاره د بریالیتوب کال دی نه د بربادی. هغه وویل چې افغانان به تر دې نیټې وروسته هم خپل امنیت ټینګ کړای شي. کرزي ۲۰۱۴ کال د «پسرلي کال» وبوله او وو یې ویل: «۲۰۱۴ کال زموږ له پاره پسرلی او نوروز دی چې موږ ته به راځي. ۲۰۱۴ کال هغه وخت دی چې موږ به په کې هفت میوه وخورو او هغه وخت دی چې زموږ هېواد به په کې سرسبز او خرم شي.»
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی دې چې د راتلونکې کال تر لومړیو میاشتو پورې به له افغانستان څخه خپل شاوخوا ۳۴۰۰۰ سرتیري راوباسي. که څه هم افغان ولسمشر ۲۰۱۴ کال ته خوشبینه ده خو یو شمېر عام افغانان او کارپوهان اندېښنه لري چې تر دې نیټې وروسته به په افغانستان کې ناامنۍ لا ډیرې شي.