1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: امریکایان افغانستان نه پریږدي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ آذر ۲۳, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، د شنبې په ورځ وویل چې هیله لري امریکا متحده ایالات به د امنیتي تړون په اړه پر خپل موقف باندې یو ځل بیا فکر وکړي. امریکا متحده ایالات غواړي چې ولسمشر کرزی دغه تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/1AZjC
انځور: Saurabh Das/AFP/Getty Images

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ یو ځل بیا خپل دریځ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې تر هغه وخته پورې به له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي چې دغه هیواد د افغانانو د کورونو تلاشي او پر افغانانو باندې هوایي بریدونو ته د پای تکي کې نه ږدي. پر دې سربیره ولسمشر کرزي وویل چې د تړون د لاسلیکولو بل اساسي شرط دا دي چې امریکا باید له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته ورسیږي. کرزي ویلي دي چې دغه موضوعګانې د امنیتي تړون د لاسلیکیدو اصلي مخکیني شرطونه دي.

امریکا متحده ایالات پر ولسمشر کرزي باندې فشار اچوي چې له دې هیواد سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. د دغه تړون له مخې به یو شمیر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم پوځي اډې ولري.

ولسمشر کرزي د هندوستان په پلازمینه کې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې افغانان له امریکایانو سره د تړون د نه لاسلیکولو په عواقبو پوهیږي. د کرزي په خبره دغه موضوع به افغانستان ته په میلیاردو ډالر تاوان ورسوي. افغان ولسمشر روښانه کړه: «افغانان د منابعو له کمښت سره مخامخ دي. زموږ پولیس او پوځ به له ستونزو سره مخامخ شي. دا کار به جدي عواقب ولري.» ولسمشر کرزي له دغو خبرو سره هغه احتمالي رامنځ ته کیدونکي وضعیت ته اشاره وکړه چې په کې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

ولسمشر روښانه کړه چې هغه هڅه کوي چې د تړون په لاسلیکولو کې داسې شرايط رامنځ ته کړي چې هم د متحده ایالاتو او هم د افغانستان په ګټه وي. تر دې مخکې د افغانستان مشورتي لویې جرګې هم له امریکا سره د تړون لاسلیکول تایید کړي وو، خو ولسمشر کرزی ټینګار کوي چې تر هغه وخته پورې چې امنیتي تړون په افغانستان کې سوله تضمین نه کړي، هغه به لاسلیک نه کړي.

ولسمشر کرزي دا خبره هم کړې ده چې که امریکا متحده ایالات یې شرطونه و نه مني، نو دغه هیواد باید امنیتي تړون د افغانستان له راتلونکي ولسمشر سره لاسلیک کړي. که امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو د دې امکان شته چې امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه خپل ټول پوځیان راوباسي. خو داسې ښکاري چې ولسمشر کرزی فکر نه کوي چې امریکایان دې له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي. هغه په دهلي کې وویل: «زه فکر نه کوم چې امریکایان په جدي ډول له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو په اړه فکر کوي.»

کرزي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د فشارونو په پایله کې به له امریکا متحده ایالاتو سره تړون لاسلیک نه کړي. هغه وویل: «که څه هم افغانستان ډیر غریب هیواد دی، خو بیا هم ګواښونه نه شي منلای. ما امریکايي چارواکو ته ویلي دي چې زموږ غربت کیدای شي چې زموږ وړتیا وي، ځکه موږ ډیر څه د له لاسه ورکولو له پاره نه لرو.»

اوس مهال ولسمشر کرزی د هند په یوه درې ورځینې سفر بوخت دی. هغه د جمعې په ورځ د هندوستان له لومړي وزیر منموهن سنګ، سره ولیدل او د سیمه ییز امنیت او د افغانستان د راتلونکې په اړه یې خبرې وکړې. افغان او هندي مشرانو په خپله لیدنه کې سره موافقه وکړه چې په خپل منځ کې به امنیتي او دفاعي اړیکې لا نزدې کړي. په یوې ګډې بیانیې کې چې تر دې لیدنې وروسته خپره شوې ده راغلي دي چې هندوستان موافقه وکړه چې په راتلونکې کې به د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او تجهیزولو کې مرسته وکړي.

هندوستان په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته له دوو میلیاردو ډالرو څخه ډیرې مرستې افغانانو ته ورکړې دي. ولسمشر کرزی له هندوستان سره ډیرې ښې اړیکې لري او دغه هیواد ته یې د خپلې واکمنۍ په دوره کې ډیر سفرونه کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب