1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: امنیتي ځواکونه باید په ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۱۲, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، د فرمانونو له صادرولو سره پر امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو باندې غږ کړی دی چې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې بې طرفه پاتې شي او د رڼو او سراسري ټاکنو ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/1CAgO
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ټاکنو مرکزونو ته په غیرقانوني ډول د امنیتي ځواکونو د ننوتو او د یوه ځانگړي نوماند په گټه د صندوقونو د ډکولو له کبله هم شکایتونه شوې ول.

ولسمشر کرزي په خپل فرمان کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی امنیتي ځواکونو ته دنده سپارلې ده چې د رایې اچوونې د مرکزونو، د ټاکنو د کمیسیون د کار کوونکو او رایې ورکوونکو امنیت خوندي کړي.

په دې فرمان کې همداراز د دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو د ملي امنیت له ادارې څخه غوښتل شوي دي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غوښتنې پر اساس د ټاکنیزو موادو له لیږد او د هغوی د امنیت په ټینگولو کې مرسته وکړي. کرزي ويلي دي چې د کورنیو چارو وزارت باید د رایې اچوونې په مرکزونو کې په کافي اندازه ښځینه کار کوونکې هم ولري تر څو ښځینه رای ورکوونکې تلاشي کړي.

د حساسو ټاکنیزو موادو لیږدول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې ولسوالیو ته د حساسو ټاکنیزو موادو د لیږد بهیر پیل شوی دی. د دې کمیسیون چارواکو روښانه کړې ده چې ناامنیو ولسوالیو ته دغه مواد د څرخي الوتکو په مرسته لیږدول کیږي.

پلان شوې ده چې په افغانستان کې د ټاکنو دویم پړاو ۱۲ ورځې وروسته ترسره شي. د ټاکنو کمیسیون وایي چې د دې بهیر د په لاره اچولو له پاره یې ټول چمتوالی نیولی دی او دا چې ټاکنیز مواد پرته له کومې ستونزې ولایتونو ته استول شوي دي.

د ټاکنو د کمسیون ویاند نور محمد نور، په دې اړه وویل: «له نیکه مرغه نن د بدخشان ولایت ته د حساسو ټاکنیزو موادو د لیږد بهیر د هوا له لارې پیل شو. د ټاکنو کمیسیون توانیدلی دی چې د هوا له لارې د دې ولایت څلورو ولسوالیو ته هم ټاکنیز مواد واستوي.»

حساس ټاکنیز مواد د رایې ورکونې پاڼې، رنگ او د پایلې پاڼې دي. دغه مواد به د افغانستان له ۵۰ څخه ډیرو ولسوالیو ته د هوا له لارې واستول شي. ناامنو ولسوالیو ته به دغه مواد د ملي اردو د څرخي الوتکو په مرسته واستول شي. ویل شوي دي چې د اړتیا په صورت کې د ایساف ځواکونه هم له دې بهیر سره مرسته کوي.

د ټاکنو کمیسیون د دویم پړاو له پاره تر ۵۰۰۰ ډیر نوې کسان په کار گمارلي دي او هغوې ته یې روزنې ورکړې دي. که څه هم په وروستیو وختونو کې د طالبانو په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی خو د ټاکنو د کمیسیون چارواکي روښانوي چې چارې یې په سمه توگه پر مخ روانې دي.

دغه کمیسیون گواښ کوي چې نوماندان باید هڅه و نه کړي چې په زور او یا هم د پیسو له لارې د دې کمیسیون کارکوونکي په خپله گټه کار کولو ته اړ کړي. نور زیاته کړه: «هیڅوک حق نه لري چې د کمیسیون کوم کارکوونکي ته د پیسو ورکولو له لارې ځان هدف ته ورسوي. دا غلط کار دی او هر څوک چې پرې لاس پورې کړي باید ورته جزا ورکړل شي.»

د ټاکنیزو مبارزو دوام

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ هم عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي په کابل او جوزجان ولایتونو کې خپلو ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکړ.

غني په جوزجان ولایت کې د خپلو پلویانو پر وړاندې خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د بریا په صورت کې به بیا رغاونې ته پام وکړي. له بلې خوا بیا عبدالله عبدالله په کابل کې د کندهار ولایت د یو شمیر اوسیدونکو پر وړاندې خبرې وکړې او ویې ویل چې سوله او امنیت د هغه په کارې برنامې کې شامل دي او د بریا په صورت کې به د سولې له پاره خپل پلانونه عملي کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب