1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما به شیکاگو کې له کرزي سره ویني

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، به د یکشنبې په ورځ په شیکاګو کې د ناټو د غونډې په څنډه کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وویني. د ناټو په دې غونډه کې افغانستان د بحث له مهمو موضوعګانو څخه دﺉ.

https://p.dw.com/p/14xHj
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به هم د شیکاګو په غونډه کې ګډون وکړي. د اوباما د ملي امنیت مشاور تام دونیلون، ویلي دي چې کیدای شي امریکا او پاکستان په دې غونډه کې د ناټو په مخ د پاکستان د پولې د خلاصیدو په موضوع کې یوې موافقې ته ورسیږي.

لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې ولسمشر اوباما به له ولسمشر زرداری سره هم وویني او که نه. تر دې مخکې دواړو مشرانو په جنوبي کوریا کې سره لیدلي وو. د پاکستان او امریکا اړیکي له هغه وروسته تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوې چې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ تنه پاکستاني سرحدی سرتیري ووژل شول.

اوباما او ولسمشر کرزي د وروستي ځل له پاره په کابل کې له یو بل سره ولیدل. هغه وخت ولسمشر اوباما په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی وو او هلته ئې له افغان ولسمشر سره د امریکا او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ.

د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو د سند له مخې امریکايي ځواکونه کولای شي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان پاتې شي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو تر څنگ د القاعدې د پاتې شونو پر وړاندې عملیات په لاره واچوي.

د شیکاگو په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان جگړه او په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هیواد له حکومت څخه د ملاتړ د څرنگوالي په اړه خبرې اترې وشي.

د اوباما د ملي امنیت مشاور تام دونیلون، ویلي دي چې د شیکاگو په غونډه کې به په رسمي توگه په راروان کال کې افغان ځواکونو ته د عملیاتو د مشري د سپارلو پر موضوع باندې خبرې وشي.

تام دونیلون زیاته کړې ده چې د شیکاگو د غونډې بل هدف تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د پوځ د لگښتونو تمویل دئ. د هغه په خبره تر اوسه پورې بریتانیا، استرالیا او المان هر یو په ترتیب سره د ۱۱۰، ۱۰۰ او ۱۹۰ میلیونه ډالرو کلنیو مرستو وعدې کړي دي.

د شیکاگو په غونډه کې به همدارراز تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ڼاټو د یو شمیر ځواکونو د پاتې کیدو په اړه هم خبرې اترې وشي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم