1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی او زرداري له اوباما سره په سپينی ماڼی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

اوباما: «زه غواړم چي له جمهورو رييسانو زرداري، او کرزي څخه مننه څرګنده کړم چي دلته راغلي، او زه پدي باندي ډير خوښ يم چي زمونږ د حکومتونوترمنځ نژدي ګډ کارته به په راتلونکوو مياشتو اوکلونوکي دوام ورکړو».

https://p.dw.com/p/HlNy
په داسي حال کی چی زرداري او کرزی چپ ولاړ دي اوباما خبريالانو خبري کوي
په داسي حال کی چی زرداري او کرزی چپ ولاړ دي اوباما خبريالانو خبري کويانځور: AP

د امريکا د متحده ايالتونو جمهور رييس بارک اوباما په سپينه ماڼي کي د افغانستان او پاکستان له جمهور رييسانو سره له کتني څخه په رسمي توګه ډيرراضي وو. وروسته له دي کتني څخه اوباما د خبريالانو په وړاندي خپل دغه «رضايت» په دي جمله سره څرګنده کړ: «مونږ يوه فوق العاده ګټوره ورځ درلوده».

بيا يي د پاکستان او افغانستان مشرانو ته په مخ اړوني او خبريالانو ته په خطاب کي وويل:

«زه غواړم چي له جمهورو رييسانو زرداري، او کرزي څخه مننه څرګنده کړم چي دلته راغلي، او زه پدي باندي ډير خوښ يم چي زمونږ د حکومتونوترمنځ نژدي ګډ کارته به په راتلونکوو مياشتو اوکلونوکي دوام ورکړو».

خو ښکاره خبره داده چي د افغانستان اود پاکستان د دولتونو مشرانو تراوسه پوري په هيڅ وجه له يو بل سره له نژدي همکاري نه ده کړي. د اوباما لپاره د القاعدي او د طالبانو په وړاندي جګړه اصلي ربړه ده . ځکه دي پدي عقيده دي چي د زورلارو په وړاندي جګړه يوازي په هغه صورت کي ګټل کيداي شي چي د افغانستان او د پاکستان حکومتونه سره يو لاس شي . اود امريکا له متحده ايالتونو سره په ګډه د ګډ دښمن په وړاندي جګړه وکړي .

همدغه ډول اوباما ته داهم مهمه وه چي دواړه خواوي يوه ميزته سره کښينوي . نو هغه انځورچي په سپينه ماڼۍ کي د مطبوعاتي کنفرانس څخه وروسته اخيستل شوي وو، يوه سمبولي بڼه ييي درلوده . کرزي اوزرداري په لنډه توګه د ملګرتيا د ښودلو لپاره خپل لاسونه د يو بل له اوږو چارپيره کړل. دوي دواړو د خبريالانو په مخکي څه ونه ويل، هلته يوازي کوربه اوباما خبري کولي :

«زه پدي ډير خوښ يم چي د افغانستان او د پاکستان ټاکل شوي جمهور رييسان د هغه ګواښ په جدي والي باندي چي مونږ ته متوجه دي خبر دي . او پدي هم خوښ يم چي دهغه په وړاندي د ګام اخيستو لپاره په خپل مصمم والي باندي تاکيد کړيدي .»

په عين وخت کي اوباما يو ځل بيا خپله ستراتيژي ياده کړه ، دهغي په اساس به ډير نور امريکايي عسکر اود بيا رغوني لپاره ملکي ماهران افغانستان ته واستوي او پاکستان ته به په ملياردونو پيسيد هغه هيواد له پوځ او همدغه ډول دهغه له اداري چارو،ښونځيو او اقتصاد سره د مرستو په موخه ورکړشي. د دي ټولو موخه داده چي د دغو هيوادونو امنيتي ځواکونه پياوړي شي، اود هغوي د وګړو د ژوندانه سطحه لوړه شي، او پدي ډول د طالبانو اود القاعدي ترپښو لاندي کنده وکيندله شي . اوباما زياته کړيده :

«هغه لاره چي مونږ پري روان شوي يو سخته لاره ده . زورزياتي به ډير او خنډونه ور سره جوخت وي. خو اجازه راکړي، چي زه دا خبره په ډاګه وکړم چي د امريکا متحده ايالتونه ځان مکلف ګڼي چي د القاعدي پرخلاف جګړي ته دوام ورکړي او بلاخره پر هغي لاس برتوب ومومي او په عين وخت کي د افغانستان اود پاکستان له خپلواکو حکومتونوڅخه ملاتړ وکړي».

اوباما بيا هم ژمنه وکړه چي، دامريکا پوځ به په جګړه کي د ملکي وګړو د وژل کيدو د مخنوي لپاره هرڅه يي چي له لاسه کيږي وکړي .د ده د دي خبري علت دا وو چي، همدا د دريو مشرانو له خبرو اترو نه لږ څه مخکي په افغانستان کي د امريکايانو د هوايي بريدونو له امله د ډيرو ملکي کسانو د وژل کيدو خبر خپورشو.

په واشنګټن کي دا خبري اتري د پنجشنبي په ورځ د وزيرانو په سطحه دوام کوي افغان او پاکستانۍ خوا غواړي چي له امريکايانو سره په ګډه د راتلونکو لمړيو ګامونو په هکله خبري او موافقي وکړي . د مثال په ډول د کرهني او د پرمختيايي مرستو په برخه کي. دامريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري ميرمن کلينتن له کرزي او زرداري سره له خبرو نه وروسته ويلي دي چي د دي دواړو هيوادونو ځني وزيرانو د يو بل د هيواد له هغو وزيرانو سره چي د دوي د کار ساحي دي ،هيڅ سره ليدلي ندي. ممکن دوي په تلفون کي د ګډو پولو د امنيت، د پوليسو د روزني، اويا د جاسوسۍ دستګاوو د معلوماتو د تبادلي په هکله خبري سره کړي وي . خو دوي شخصا په بيلو بيلو مواردو کي سره مخامخ شوي ندي. نو دا چي د افغانستان اود پاکستان د حکومتونو غړي بايد په زرهاوو کيلومتره لري امريکا ته راشي ترڅو چي په رښتياني ګډ کار باندي پيل وکړي، ښيي چي اوباما اود هغه دحکومت غړي د القاعدي او د طالبانو په ګډي ربړي باندي د بري ترلاسه کولو پوري څومره ډير کار په مخکي لري .

روبرت کيندل/رحيله اميري

کتونکي: عبدالباري حکيم