1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی بايد په انتخاباتو کښي د جعل کاريو سپيناوی وکړي

۱۳۸۸ مهر ۷, سه‌شنبه

د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن هلري کلنټن خپل افغان سيال ته د دوشنبې په ورځ وويل، چې اولسمشر حامد کرزی ښايي په ټاکنو کښي د درغليو په سپينولو سره د خپلو وگړو باور او اعتماد ترلاسه کړي

https://p.dw.com/p/JtRF
انځور: AP

دغه خبر د نيويارک ټايمز ورځپاڼي پخپله يوه گڼه کې د يوه امريکايي مامور له قوله ورکړی دی .

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت مامور رپوټچيانو ته په ډاگه کړه، کلنټن په نيويارک کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير رنگين دادفر سپانتا سره په يوه کتنه کې هغه ته څرگنده کړه، چې هغه د قانونيت او ښه حکومت د پاره يو ضرورت گڼل کيږي.

امريکايي مامور، چې خپل هويت يې نه دئ په ډاگه کړی، وړاندي ويلي چې دې وويل، په رښتيا سره هم دا د اهميت وړ خبره ده، چې حکومت د خلکو باور لاس ته وروړي، او د آگست د مياشتې پر 20 نېټه د سرته رسېدلو انتخاباتو په هکله پروسه بشپړه کړي.

امريکايي مامور د دې پخلی کړی، چې د بهرنيو چارو وزير هم په دې باندي باور درلود، چې بايد د خلکو اعتماد ترلاسه شي.

ده ډاډ ورکړ، چې افغانان بايد دا کار وکوي، او په څو راتلونکو اونيو کې د انتخاباتو پر سر د درغليو موضوع روښانه کړي.

د لومړيو شمېرنو له مخي موجوده اولسمشر په 54,6%برخي رايې گټلې، مخالف کانديد او د بهرنيو چارو پخواني وزير عبداله عبداله په سلو کې 27,8 برخي ترلاسه کړې.

دا نتيجه تر هغه پوري وروستۍ بڼه نسي نيولی، تر څو چې د درغليو او غلطيو موضوع نه وي فيصله شوې . که يو ټاکلی شمېر رايي بې اعتباره وگڼل شي، نو په هغه صورت کې به د کرزي رايې په سلو کې له نيمايي څخه کميږي، کوم څه به چې نوموړی له عبداله عبداله سره دوه په دوه ټاکنو ته اړباسې.

عبداله د يکشنبې په ورځ هوډ وکړ، چې په انتخاباتو کې د درغليو د تورونو سپينونه به تر پايه پوري څاري.

واشنگټن پست د دوشنبې په ورځ د هم هغه امريکايي بې هويته مامور له خولې څخه دا خبر هم خپور کړ، چې د امريکې متحده ايالتونو او په افغانستان کې عسکر لرونکو د ناتو غړو هېوادونو د کرزي حکومت ته ويلي دي، چې باور لري، دی به د رايو له لانجو سره سره بيا ټاکل کيږي.

واشنگټن او د ناټو هېوادونو د کرزي ادارې ته دا هم په گوته کړې، چې د افغان مشر له دې سياست څخه به پلوي کوي، چې غواړي طالب جنگيالي ځان ته ورواړوي .

AFPE/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري