1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: بهرني دښمنان طالبان تجهيزوي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۹, پنجشنبه

له هغه راهيسي چي د افغانستان د ډيرو سيمو امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواک ته سپارل شوی دی، د دغه ځواک د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده. دغه خبره افغان ولسمشر حامد کرزی نن په يوه پراخه غونډه کي وکړه.

https://p.dw.com/p/18hSK
Afghan President Hamid Karzai gives a speech during an event to mark International Women's Day in Kabul March 10, 2013. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
Hamid Karzai Präsident Afghanistan Kabul Rede Internationaler Frauentagانځور: REUTERS

افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۳۰) په کابل کې د لویې جرگې په خیمه کې د بېلابېلو ولايتونو د پراختيايي شورا گانو استازو ته په وينا کي وويل، چې هغه بریدونه چې د افغان ځواکونو پر ضد کیږي په اصل کې د افغانستان د پرمختگ او ودې پر ضد بریدونه دي.

کرزي طالبان ته په خطاب کي وویل، په داسې حال کې چې اوس بهرنیان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، ولي هغوی پر افغان ځواکونو باندې خپل بریدونه ډیر کړي دي:

«طالبان وایي چې د بهرنيانو پر ضد جگړې په حال کې دي. اوس خو بهرنیان وتلي دي، په هغو ځایونو کې چې بهرنیان نه شته، هلته طالبان له چا سره جنگیږي. واضیح خبره ده چې دغه جگړه له بهرنیانو سره نه بلکې د بهرنيانو له پاره ده.»

کرزي وویل چې د افغانستان «بهرني دښمنان» طالبان تجهیزوي او له هغوی څخه د دغه هیواد د تخریبولو په موخه کار اخلي. ولسمشر کرزي افغان طالبانو ته وویل چې نور هیوادونه یې تجهیزوي او د افغانستان پر ضد یې کاروي.

د افغان ځواکونو ملاتړ

کرزي له افغانانو څخه وغوښتل چې د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي. هغه پر طالبانو باندې هم غږ وکړ چې د افغانستان د ویجاړولو پر ځای د دغه هیواد له ځواکونو سره یوځای شي او د دغه هیواد دښمنانو پر ضد وجنگیږي. هغه وویل: «ځینې نه غواړي چې دغه خاوره وده وکړي او له تا [طالب ته خطاب] څخه کار اخلي تر څو د خپل هیواد، خاوره، خپل ځان، اولاد او کور د ودې مخه ونیسې. راويښ شه او هوښیاره شه.»

ولسمشر کرزي گواښ وکړ چې که بهرنیان پر هغه لاره چې افغانستان روان دی روان نه شي، نو هغه به یې افشا کړي. هغه وویل: «که بهرنیا زموږ سره روان نه شول او یوه بله لاره چې پکښي افغانستان نه وي، نو بیا موږ ورسره خبري کوو او رسوا کوو یې.»

کرزي وویل چې له پنځو میاشتو راهیسې دې خبري ته متوجه شوی دی چې یو شمیر هیوادونه غواړي د افغانستان د سولي له بهیر څخه په خپل گټه استفاده وکړي. کرزي ټینگار وکړ چې افغانستان د سولي پر لور روان دی او په هغه ځای کې چې د بهرنیو هیوادونو د معاملې خبره وي نو له ډیر احتیاط څخه کار اخلي.

ولسمشر کرزي یو ځل بیا ټینگار وکړ چې افغانستان سوله غواړي او په هر ډول چې ممکنه وي باید په دې هیواد کې سوله تامین شي.