کرزی: بگرام باید افغانانو ته وسپارل شي
۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبهاعلان
د افغانستان ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې که افغان چارواکو ته د بگرام د زندان سپارل وځنډول شي نو دا به د افغانستان خپلواکۍ پر ضد يو عمل وگڼل شي.
په اعلاميه کې د ولسمشر حامد کرزي په حواله راغلي دي چې «د بگرام زندان به د دوشنبې په ورځ د بهرنيو ځواکونو لخوا افغان ځواکونو ته وسپارل شي».
ويل شوي دي چې ولسمشر کرزي دغه خبره په افغانستان کې د ناټو او ايساف د قومندان جنرال جان ایلن او په افغانستان کې د متحده ايالتونو له سفیر سره په يوه ملاقات کي کړې ده.