1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: تياريم له طالبانو سره خبري وکړم.

۱۳۸۶ مهر ۱۴, شنبه

د ولسمشرحامد کرزي د وروستيو څرگند ونو په اړه چي وايي د طالبانو سره خبرو ته چمتودی، د ويچه ويلي په دې اړه د سياسي چارو له کارپوه ښاغلي حبيب الله غمخور سره مرکه کړې.

https://p.dw.com/p/DMp4
که د ملامحمد عمر او گلبد ين حکمتيار د اوسيد و ځای رامعلوم سي زه خپله هلته د خبرو له پاره ورځم
که د ملامحمد عمر او گلبد ين حکمتيار د اوسيد و ځای رامعلوم سي زه خپله هلته د خبرو له پاره ورځمانځور: AP
دويچه ويلي: ښاغلی غمخور ايا دا ډ ول خبري چي يولوری شرطونه ږدې او بل لوري يي نه مني دا به د خبرو د حل لاره وي.
غمخور: زما په نظردا يي د حل لاره نه ده چي کرزی د مطبوعاتي کنفرانسونو له لاري طالبانو ته بلنه ورکوي چي راسئ، کچيري داسي وايي چي طالبان داسي په ساده بلنو راتلای نو جگړه به پخوالا ختمه وای.
دلته څو ستونزي دي يوه يي دداه چي د سولي د خبرو له پاره بايد يو ميکانيزم جوړ سي داچي ددې ميکانيزم اعلان په مطبوعاتو کي اړين دی يا نه دي دا حتمي خبره نه ده. معمولآ په نړۍ کي داسي تعملات موجود دي چي د مخالفو قوتونوترمنځ خبري پټي پرمخ بيول کيږي.د منځگړولخوا مخ ته بيول کيږي چي د هغې جملې څخه د ملگرو ملتو د سازمان يوناما استازو په افغانستان کي دا اعلان وکړی چي موږ حاضر يو منځگړيتوب وکړو.
بله خبره داده چي د طالبانو دا شرط يا وړانديز چي بايد بهرنيان ووزي دا دقيقه خبره نه ده بهرنيان په افغانستان کي د يوې معازلې د حل له پاره راغلي دي.
زماپه نظر دا يو ډ ول تبليغاتي شکل لري چي د واړي لوري يو بل ته اعلانونه کوی او بس دا د سوتزي د حل لاره نه ده يا دا ډول شرطونه او وړانديزونه سولي ته لار نسي هوارولای.
د ويچه ويلي : ولسمشر کرزي په يو مطبوعاتي کنفرانس کي يوځل بيا دا وړاند يز وکړی چي بيله قيد اوشرطه خبرو ته تيار دی ، داسي کيداي سي چي قيد او شرط دي نه وي نو بيا مخالفت ولي کيږي او بيله قيد وشرطه خبري کيدای سي.
غمخور: زه فکر نه کوم دغه ترمينالوژي چي کرزی صاحب يي استعمالوي چي بيله قيد وشرطه څوک په پوه سوی وي خو مشکل په دې کي دی چي کرزی صاحب يوازي د ژورنالستانو سره په خبرو کي دغه مسئله وړاندي کوي د غه بيله قيد و شرطه عام مفهوم نه دی دا کېداي سي په مختلفو اړ خونو کي له دې څخه فهم تر لاسه سي.
قيد او شرط بايد موجود وي دا شرطونه هم بايد د افغانستان د حکومت او هم د طالبانو لخوا موجود وي، ولي داشرط چي کرزي ايښی دی چي تاسي راسي په انتخاباتو کي برخه واخلی او يا طالبان وايي چي بهرنيان دي ووزي دا دواړه شرطونه نسي کولاي چي د واړي مخاليفي خوايي سره نژدې کړي.