کرزی: دولت د خلکو د ژوند خوندي ساتونکی دئ
۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سهشنبهد افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې په تیاره کې تر سره کیدونکي عملیات هغه شخړه ییزه موضوع وه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان دولت سره د امريکا د متحده ایالاتو د ستراتیژیک تړون په مخکي خنډ وه.
شپني عملیات د افغانانو په منځ کې هم داسي یوه موضوع وه چې د خلکو د کرکي وړ گرځېدلې وه. افغان دولت په تیرو وختونو کې په وار وار د دغو عملیاتو د درولو غوښتنه کړې وه.
د متحده ایالاتو او افغان دولت ترمنځ د دغو چاپو افغاني کیدل د یکشنبې په ورځ لاسلیک شول. دغه تړون د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردگ او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الین تر منځ لاسلیک شوه.
افغانستان او متحده ایالاتو په رسمي توګه موافقه وکړه چې تر دې وروسته به د ضرورت په صورت کي د شپې له خوا تر سره کیدونکي عملیات یوازي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تر سره کيږي.
د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي دي چې حامد کرزي د کابینې غونډي ته دغه څرگندوني کړي دي. خبر پاڼه د ولسمشر له خولې زیاتوي:
«د دغه تړون پر اساس موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې نه یوازي دا چې بهرنیان به د افغانانو کورونو ته نه ورننوزي، بلکي افغان دولت به هم چا ته زیان نه رسوي او د خلکو بشري حقونو به تر پښو نه لاندي کیږي.»
ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده چي ټول دولتي ارگانونه بايد دا خبره په ثبوت ورسوي چې دولت د افغانانو د ژوند، امنیت او گټو خوندي ساتونکی دئ.
په بیانه کې راغلي دي چې ولسمشر د دغه تړون لاسلیکدل د افغانستان د خپلواکمنۍ د لا پیاوړتيا په معنی بللي دي.
په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو قوماندانان د وسله والو پر وړاندي د شپې عملیات یو مهم تکتیک بولي.
داسي اټکل کيږي چې د دغه تړون تر لاسکیدو وروسته ښایي د افغان دولت او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیک تړون له پاره هم لاره هواره شي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل