1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د اسامه مړينه لوی بری دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

افغان دولت هم د القاعدې ډلي د مشر اسامه بن لاډن له وژل کيدو څو ساعته وروسته خپل رسمي موقف څرګند کړ.

https://p.dw.com/p/117VW
ولسمشر حامد کرزی د خپلو مرستيالانو سره
ولسمشر حامد کرزی د خپلو مرستيالانو سرهانځور: AP

په خټه عرب او د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لاډن تير شپه د پاکستان د پلازميني اسلام آباد په يوه ګاونډۍ سيمه ايبت آباد کي ووژل سو.

له بن لادن سره د هغه د يوه زوی او دريو ملګرو د مړيني خبر هم ورکړل سوی دی. بن لادن هغه کس وو چي له څه باندي دوو لسيزو راهيسي يي امريکا د نيولو لټون کاوه.

د هغه پر سر ۲۵ مليونه امريکايي ډالره انعام هم ايښودل سوی وو.

ولسمشر کرزي نن دوشنبه په يوه غونډه کي وويل چي د بن لادن وژنه د ترهګرۍ ضد جګړي په برخه کي چي ډيری قربانيان يې افغانان دي لوی بری دی.

کرزي د القاعدې شبکې د مشر مړينه د طالبانو لپاره ملا ماتونکې وبلله او پر هغو افغان طالبانو يې چي د ملک پر ضد يې وسله پورته کړې ږغ وکړی چي له وسله وال مقاومت څخه لاس واخلي او د سولي له بهير سره يو ځای سي.

حامد کرزي بن لادن د زرګونو تنو افغان ماشومانو، ښځو او نارينه وو په قتل ګرم وبلئ چي په وينا يې تمه لري د هغه په مړ يني سره د ترهګرۍ ملا هم ماته سي.

که څه هم افغان دولت له تيرو لسو کلونو راهيسي له نړيوالي ټولني غوښتنه کوله چي بايد له ترهګرو سره جګړه د افغانستان څخه وايستل سي خو اوس داسي بريښي چي افغان دولت ته د خپلي دغي خبري د ثبوت لپاره لوی لاس وند په لاس ورغلی.

کرزي وويل: « موږ له څو کلونو ر اهيسي، په وار وار، هر کله دا ويل چي له ترهګرو سره بايد د افغانستان د سرحدونو د باندي، بانډو او ښارونو پر ځاي د هغوي په تمويل ځايونو، روزن ځايونو او ميشت ځايونو کي چي د افغانستان د پولي هغي غاړي ته موقيعت لري جګړه وسي».

ولسمشر کرزي که له يوه لوري د بن لادن وژنه القاعدې سازمان ته لوی ګزار وباله خو له بل لوري يې پر نړيوالو ږغ وکړی چي بايد له ترهګرۍ سره په جګړه کي د افغانانو قربانيو ته چي پخوا درناوی ندی سوئ اوس بايد درناوی وسي او د هغوی پر قربانيو حساب وکړو.

ولسمشر کرزي که څه هم په نيغه توګه پاکستان د بن لادن په ساتلو تورن نه کړ خو په غير مستقيم ډول يې دغه مسله ډيره ښه روښانه کړه.

« موږ او تاسو ټول خبر سوو چي بن لادن د اسلام آباد په ايبت آباد سيمه کي په يوه پوځي قشله کي ووژل سو، اوس بايد زموږ افغان طالبان په دې پوه سي چي خبره چيري ده، هر څه روښانه سول».

د اسامه بن لادن د مړيني خبر اوس حتي د افغانستان تر لري پرتو سيمو پوري هم خپور سوی دی.

خو اصلي خبره دلته ده چي ايا د بن لادن وژنه به وکړای سي د القاعدې سازمان فعاليتونه مختل کړي که څنګه.

خو په اوس مهال کي د افغانستان دولت کولای سي چي د پاکستان مرکز ته نژدې د اسامه بن لادن د مړيني له خبر څخه سياسي ګټه پورته کړي او نړيوالو ته دا وښيي چي ګواکي د دوی هغه خبري ريښتيا وختې چي د طالبانو او القاعدې مشران د طالبانو په خاوره کي خوندي پټن ځايونه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل