1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د افغانستان تعلیمي سیستم باید اصلاح شي

۱۳۹۱ تیر ۳, شنبه

افغان ولسمشر وایي چې د افغانستان تعلیمي سیستم ان د ګاونډیو هیوادونو په پرتله ۹۰ کاله زوړ او شا ته پاتې دﺉ. هغه وایي چې د دې واټن د له منځه وړلو له پاره باید ډیرې هڅې وشي.

https://p.dw.com/p/15KGe
انځور: AP

افغان ولسمشر په کابل کې په یوه کنفرانس کې چې د «د تعلیمي، تحصیلي او مسلکي زده کړو د نظام د ملي اصلاح سیمنار» تر نوم لاندې جوړ شوی وو خبرې کولې. هغه وویل چې افغانستان له لسو کلونو وروسته اوس توانیدلی دﺉ چې د خپل درسي نظام د اصلاح له پاره یو سیمنار جوړ کړي. کرزي زیاته کړه:

«وګورﺉ چې پرمختګ څومره سخت کار دﺉ او تخریت څومره اسانه دﺉ. هغه څه چې موږ په لسو کلونو کې لاس ته راوړي دي کیدای شي چې په یوه بم له منځه ولاړ شي.»

ولسمشر کرزي وویل چې افغان حکومت به په راتلونکي کال کې بهر ته د زده کړې له پاره د زده کوونکو پر استولو باندې ۱۵ میلیونه ډالر مصرف کړي. اوس مهال په افغانستان کې ۱۵۰۰۰۰ کسان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو له پاره په دولتي او خصوصي تحصیلي موسسو کې او نهه میلیون کسان په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

د کانکور په سیستم کې بدلون

ولسمشر کرزي وویل چې د افغانستان د کانکور سیستم زوړ دﺉ او باید اصلاح شي. هغه زیاته کړه چې هغه زده کوونکي چې د ښوونځي په وروستیو درو کلونو کې له لومړۍ څخه تر پنځمې درجې کې راځي باید پرته د کانکور له ازموینې څخه پوهنتون ته ولاړ شي. کرزي وویل چې زده کوونکي باید له نهم ټولګي وروسته خپل د خوښې رشتې وټاکي او پکښې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. کرزي په دې برخه کې مسئولو وزارت خانو ته دنده ورکړه چې خپلې څیړنې تر سره کړي.

المان او فرانسې ته بلنه

کرزي وویل چې د زده کړې به برخه کې پانگونه ډیر اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کال کې به ډیر زده کوونکي له افغانستان څخه بهر د زده کړو له پاره واستوي. ولسمشر کرزي له المان او فرانسې څخه وغوښتل چې د افغانستان د انجینري او طب د پوهنځیو د زده کړې د سطح د لوړولو په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي. کرزي وویل چې په دې دواړو پوهنځیو کې زده کړې باید په انگلیسي، فرانسوي او یا هم الماني ژبو وي.

د کرزي په خبره المان په نړۍ کې تر ټولو ښه انجینران لري او له همدې کبله دی چمتو دئ چې د انجنیري پوهنځی المانیانو ته وسپاري چې زده کړي ئې په الماني ژبه پر مخ بوځي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض