1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د افغانستان ستراتیژیک تړونونه د سیمي لپاره ګواښ نه دي

۱۳۹۰ آبان ۲۰, جمعه

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په دې خبره ټینګار وکړ چې هندوستان او متحده ایالاتو سره د افغانستان ستراتیژیک تړونونه به ګاونډېو هیوادونو ته کوم ګواښ رامنځ ته نه کړي.

https://p.dw.com/p/13992
کرزی د سارک د غونډې پر مهال خپلو هندي او پاکستاني سیالانو سره لیدلي
کرزی د سارک د غونډې پر مهال خپلو هندي او پاکستاني سیالانو سره لیدليانځور: dapd

تیره میاشت د افغانستان او هندوستان تر منځ د ستراتیژیک تړون لاسیکولو پاکستان په غصه کړای وو. د دغه تړون د لاسلیکیدو وروسته په اسلام آباد کې ځینو خلکو دا ویره څرګنده کړه چې په دې کار سره هندوستان په افغانستان کې خپل نفوذ پیاوړې کوي.

افغانستان تر اوسه پورې د بل کوم هیواد سره هغه رنګه ستراتیژیک تړون چې له هندوستان سره یې لري، نه دی لاسلیک کړی. د دغه تړون له مخې به هندوستان افغانستان سره د نورو همکاریو سربیره د دغه هیواد پوځ ته تجهیزات ورکړي او هغه به وروزي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې خلک بیره لري چې کیدای شي پاکستان د دغې طرحې په ځواب کې د ترهګرو ډلو سره خپلې مرستې ډیري کړي ترڅو دا خبره په اثبات ورسوي چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې یې نفوذ مخ پر ښکته نه دی روان.

افغان ولسمشر حامد کرزي په مالیدیف کې د آسیایي هیوادونو په سرمشریزه غونډه کې وویل چې هندوستان او متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړونونو اصلې موخه په سیمه کې د سولې منځ ته راوستل دي:

«زه غواړم چې خپلو ګاونډیانو ته ډاډ ورکړم چې په اوسنې وخت او یا په راتلونکي کې دافغانستان او کوم بل هیواد تر منځ هر ډول مشارکت به د افغانستان ګاونډیو هیواونو او سیمې ته کوم ګواښ پیښ نه کړي.»

پاکستان او هندوستان د ۱۹۴۷م کال څخه را په دیخوا درې وارې جګړه کړې نو ځکه پاکستان د هندوستان له لوري د هر تړون د لاسلیکدو په اړه ډیر حساس دی او فکر کوي چې په دې سره به هندوستان په  سیمه کې برلاسی شي.

د بل پلوه پر پاکستان باندې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري دا فشارونه هم شته چې د اورپکو سره دې خپلې اړیکې وشلوي. ځینې کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان غواړي د دغو اورپکو څخه په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د ډیریدو د مخنیوي په موخه کار واخلي.

په نږدي وختونو کې د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکې د ښه کیدو په حال کې دي. پاکستان خو آن هندوستان د تجارت لپاره تر ټولو د غوره ملت په نوم یاد کړی وو ترڅو په تجارتي لحاظ د هغوې سره اړېکې خپل عادي حالت ته راوګرځوي.

همداشان د هندوستان لمړي وزیر، منموهن سنګ، او د پاکستان لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د سارک غونډې په حاشیه کې د پنجشنبې په ورځ سره لیده کاته کړي وو. تر لیدو کتو وروسته منموهن سنګ ویلې وو چې دواړه هیوادونو ته په کار دي چې د وخت ضایع کولو پرته په خپلو اړیکو کې یو فصل پرانیزي.

ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید په ګډه عمل وشي او دا هله رامنځ ته کیدای شي چې د هیوادونو تر منځ اوسنی ناباوري له منځه ولاړه شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش