1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د تجزې ارمان ئې پلرو لا گور ته وړی دئ

۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبه

ولسمشر کرزي د دولت د درې گوني قوې په فوق القاعده غونډه کي ډيري سپيني خبري وکړې او د خپل هيواد «دښمنانو» ته ئې وويل چي د لوږي په منلو به خپل امنيتي ځواک جوړوي.

https://p.dw.com/p/15IvU
انځور: AP

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د جون ۲۱) په هغه غونډه کي چي د دولت د درې گوني قوې او د ولسي او مشرانو جرگو د غړيو په گډون جوړه سوې وه، خبرداری ورکړ چي که تر ۲۰۱۴ کال وروسته يو وار بيا په هيواد کي کشمکش پيل سي ملت نه، بلکي سياست وال به ملامت وي.

کرزي د افغان پارلمان استازي، چي د دوبي په رخصتيو تللي دي، له فضايي قوې او کابينې له غړو سره يوې فوق القاعده غونډي ته رابللی ول. هغه په دغه غونډه کي په خپل هيواد کي د تيرو لسو کلونو پر برياو باندي خبري وکړې.

کرزي، بې له دي چي د يو چا نوم واخلي وويل:«په دې وروستيو وختونو کي لیدل کيږي، چي د هيواد په مرکز او ولايتونو کي بيا د توپک او زور علايم سته.»

کرزي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو تر دې مخکي ئې ويلي ول، چي داسي راپورونه ور رسېدلي دي، چي جنرال عبدالرشيد دوستم په شمال کي د بهرنيانو د پانگوني مخنيوی کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په غير مستقيم ډول له دباندي څخه د افغانستان د تجزيه کولو تلاښونو ته اشاره وکړه او ويويل، چي په دې کي هم مارشال فهيم او د طالبانو يو لوړ پوړي قوماندان ته ويل سوي ول، چي د افغانستان يوه يوه برخه خپله کړي او د نورو په غم کي دي نه کيږي:

«د طالبانو د حکومت تر ختمېدو وروسته مارشال فهيم ته د افغانستان په يو گاونډي هيواد کي ويل سوي ول، چي د افغانستان جنوب هير کړی، خو هغه ورته ويلي ول، چي نه موږ ته ټول هيواد يو دئ.» «د افغانستان د تجزيې ارمان ئې پلرو لا گورته وړی دئ.»

کرزي زياته کړه، چي له هغه وروسته چي افغانستان ته د ناټو ځواکونو راغلل د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي ته وويل سول چي يوه سيمه به تاسو ته در کړل سي:

«د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي ته چي د ملامحمد عمر نماينده دئ ويل سوي ول، چي خپل ځواک د افغانستان په يوه سيمه کښي سره راټول کړی موږ له خارجيانو سره موافقه کړې ده، چي دغه سیمه به تاسو ته سپارو. خو دغه طالب ورته ويلي ول، چي نه موږ د ټول افغانستان د خپلولو ادعا لرو.»

تر ۲۰۱۴ کال وروسته

حامد کرزي وويل، چي په دې وروستيو وختونو کي پر افغان امنيتي ځواک باندي بريدونه ډير سوي دي او د ورځي له (۲۰څخه تر ۲۵) تنو پوري وژل کيږي. د هغه په خبره ددې يرغلونو د ډيرېدو دليل دا دئ چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته دغه افغان ځواک به هيواد په خپله ساتي.

کرزي وويل:«آيا د افغانستان اوسېدونکو ته موږ دا اطمينان ورکولای سو، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان د ترقۍ پر خوا روانيږو که به زموږ له لاسه د بدبختۍ خوا ته ځي. موږ، يعني دولت.»

د کرزي په خبره په افغانستان کي د بهرنيانو لاسوهني دوام لري او ختميږي نه:«خو د خارجيانو دغه ټولي لاسوهني زموږ له خوا تطبيقيږي. د بهرنيانو مداخله، د بهرنيانو توپک موږ افغانانو اوږو ته اچولی دئ او خپل کور مو په خراب کړی دئ. اوس همداسي ده.»

له فساد سره مبارزه

کرزي هغه ستونزي او فساد چي په دولتي ادارو کي دي ومنلې. هغه وويل، چي په دولتي ادارو کي قوم پرستي، تنظيم پرستي او خپلوي حاکمه ده، خو اصلاحات پيل سوي دي او تر دې وروسته به« مصلحت» نه کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه راز له بهرنيانو په ځانگړې توگه له امریکايانو څخه وغوښتل چي دولتي اراکينو او له هغوی سره تړاولرونکو ته ساختماني قرارداد ونه ور نه کړي. هغه وويل، چي هغه دولتي مامورين چي له خارجيانو څخه ئې د بيا رغوني يا ساختماني قراردادونه ترلاسه کړي دي، د افغانستان جمهوررئيس ته جواب ورکونکي نه دي.

نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم