1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د ترهه گروپه ځپلو کې د پاکستان د خلگو او حکومت ملاتړ کوو

۱۳۸۶ تیر ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د لال یا سره جومات پر طالبانو باندي د پاکستاني امنيتي ځواکونو له حملي څخه پلوي کړې.

https://p.dw.com/p/DK9E
خو موږ هيله لرو چې دامبارزه پوره حقيقتي بڼه ونيسي او د هغه چا پرضد هم دوام ولري چې له پاکستان څخه راځي او د افغانستان بچان وژني.
خو موږ هيله لرو چې دامبارزه پوره حقيقتي بڼه ونيسي او د هغه چا پرضد هم دوام ولري چې له پاکستان څخه راځي او د افغانستان بچان وژني.انځور: AP
د رويتر خبري آژانس د راپور له مخي کرزي دغه راز له خپل گاونډي هېواد له چارواکو څخه غوښتي چې ټولي بنسټپالي اسلامي ډلې له منځه يوسي.
کرزي په وار وار دا ويلي دي چې پاکستان د افغانستان دښمنانو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړی او له هغه ځايه څخه پر افغانستان باندي ترهگري حملې کوي.
ولسمشر کرزي چې يوه مطبوعاتي کنفرانس کښې خبري کولې ټکي په ټکي وويل : موږ د ترهگرو پر ضد په روانه جگړه کې د پاکستان له حکومت او خلگو څخه پوره ملانړ کوو.
خو موږ هيله لرو چې دامبارزه پوره حقيقتي بڼه ونيسي او د هغه چا پرضد هم دوام ولري چې له پاکستان څخه راځي او د افغانستان بچان وژني