1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د تروریزم پر ضد جگړه نه ده ختمه شوې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه

ولسمشر کرزي په برلین کې له یوه الماني تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې جکړه پای ته نه ده رسیدلې او هیواد ئې د لسو نورو کلونو له پاره هم د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/14xn3
انځور: AP

د افغانستان ولسمشر وایي چې د ده هیواد لس کاله نور هم د نورو دولتونو ملاتړ ته اړ دئ. کرزي دغه خبره د المان له یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وکړه. ولسمشر کرزي یادونه وکړه چې د ترور ضد جګړه لکه څرنگه چې نړیوالې ټولنې انتظار درلود لا تر اوسه پورې ستر بریالیتوب ته نه ده رسیدلې. هغه زیاته کړه چې د ترهګرو د روزنې د کمپونو پر ضد جګړه باید دوام وکړي.

د المان د RTL/n-tv نومي تلویزوني شبکې ته په مرکه کې افغان ولسمشر دغه خبرې وروسته له هغې وکړې چې په برلین کې د المان له صدراعظمې انګلا میرکل سره ئې د همکاریو یو اوږد مهاله تړون لاس لیک کړ.

المان به تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د بیارغاونې له پاره هر کال ۴۳۰ میلیون ایرو ولګوي چې د دغه هیواد ملکي تأسیسات پر څپلو پښو باندې ودروي. المان همدا راز په دغه وخت کې له افغانستان سره هر کال په پوځي برخه کې هم ۱۵۰ میلیونه ډالر مرستې کوي.

د المان د پرمختیایي مرستو وزیر دیرک نیبل، دغه خبره مخکې له دې چې نن د اتو صنعتي هیوادونو (G8) د سرمشرییز په لور روان شي په برلین کې وکړه.

د دې پوښتنې په ځواب کی چی ایا د القاعدې د مشر اسامه بن لادن، له وژل کیدو سره د ترور ضد مبارزې کې یو بدلون رامنځ ته شوی دئ او که نه، کرزي وویل: «نه دا یوه پیښه وه، په حقیقت کې په ټوله سیمه کی باید نور دیر څه وشي.»

کرزی وویل چې په افغانستان کې د طالبانو بیا قدرت ته رسیدل له امکان څخه ډیره لیرې خبره ده. هغه په دغې مرکه کې وویل: «هغوی یعنې طالبان کولای شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. خو موږ به هغوی ته اجازه ور نه کړو چې بیا دا هیواد تر خپل کنترول لاندې راوړي.»

کرزي د یکشنبې په ورځ په شیکاګو کې د ناتو په سر مشرییزه کې ګډون کوي. د افغانستان په هکله خبرې اترې د دغې سرمشرییزې مهمه برخه ده.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش