1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزی د امریکا په لور وخوځید

مسعود جهش (آژنسونه، دویچه ویله)۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی، د دوشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د متحده ایالاتو په لور روان شو. ولسمشر کرزی به په دې سفر کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما او یو شمیر نورو امریکایي چارواکو سره وویني.

https://p.dw.com/p/17F2c
انځور: picture-alliance/dpa

د افغان ولسمشر دفتر ویلي دي چې کرزی او د افغان پلاوي نور غړي به د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت د مشر اسدالله خالد عیادت هم وکړي. خالد څه نا څه یوه میاشت پخوا د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ټپي شوی وو چې اوس د درملنی له پاره په متحده ایالاتو کې بستر دی.

د افغان ولسمشر دفتر ویلي دي چې د امنیت د لیږد بهیر په اړه خبرې، د سیاسي او اقتصادي مسایلو پر سر بحث، د افغان ځواکونو پر تجهیزولو او روزنې ټینګار، د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون په اړه خبرې اترې امریکا ته د ولسمشر کرزي د سفر اصلي موخې دي.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د کرزي او اوباما د لیدنې پر مهال د بحث یوه مهمه موضوع به د افغان امنیتي ځواکونو لا ښه سمبالول وي. فیضي وویل: «د ولسمشر کرزي او اوباما د لیدنې یوه ډیره مهمه موضوع، د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ دی. موږ تر دې مخکې دا خبره په ښکاره ډول کړې ده چې امریکا باید د اړتیاو او زموږ د ګډو ګټو په پام کې نیولو سره افغان امنیتي ځواکونه هیر نه کړي.»

تر دې مخکې ولسمشر څو وارې پر خپلو لویدیځو ملاتړکوونکو باندې نیوکه کړې ده چې د افغان هوایي ځواک د روزنې او تجهیزولو په برخه کې کار نه کوي. کرزي خو آن ویلي وو چې که امریکا افغانستان ته هوایي تجهیزات ور نه کړي نو دی به په دې برخه کې له چین او روسیې څخه مرسته وغواړي.

متحده ایالاتو تر اوسه پورې افغانستان ته د دې هیواد د هوایي ځواکونو د روزلو په اړه کومه وعده نه ده ورکړې، خو دغه هیواد تر دې مخکې پاکستان ته جنګي جټ الوتکې ورکړې وې. د بن پوهنتون په څیړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا کارپوه کونراد شیتر، باور نه لري چې امریکا دې د کرزي په غوښتنه د افغانستان هوایي ځواک سمبال کړي. هغه وایي: «د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له کبله، که افغانستان ته هوایي تجهیزات ورکړل شي، د دواړو هیوادونو تر منځ به شرایط لا پسې خراب شي. د دې وضعیت په پایله کې به د واشنګټن او پاکستان اړیکې تاواني شي.»

کرزی په داسې حال کې متحده ایالاتو ته سفر کوي چې ولسمشر بارک اوباما تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو پاتې کیدونکو سرتیرو د شمیر په اړه پریکړه کوي. افغان او امریکایي ولسمشران به همداراز د دواړو هیوادونو تر منځ د یوه امنیتي تړون په اړه خبرې اترې وکړي چې له مخې یې په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو حقوقي وضعیت او مسوولیتونه مشخصیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر کرزي مشاور ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني، د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د کمیسیو مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی او د ولسمشر د دفتر مشر عبدالکریم خرم په دې سفر کې د کرزي ملتیا کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب