1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو سره موافق يم

۱۳۹۰ دی ۱۴, چهارشنبه

ولسمشر کرزي ويلي دي، چي هيواد ئې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو او په قطر کي د طالبانو د دفتر له پرانيستلو سره موافق دئ. هغه ويلي چي دا کار د افغانستان په گټه دئ.

https://p.dw.com/p/13dxV
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: dapd

افغان طالبانو تيره ورځ وويل چي په قطر کي د يوه سياسي دفترد پرانيستلو په اړه يوې لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي. هغوی دغه راز وويل، چي د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو ځينو بنديانو د آزادېدو په هکله ئې هم خبري کړي دي.

په قطر کي د طالبانو د دفتر پرانيستل د افغان او بهرنيو چارواکو له خوا د سولي په بهير کي يو ډير مهم پرمختګ بلل کيږي. د طالبانو په ورستۍ خبر پاڼه کي له افغان حکومت څخه يادونه نه وه شوې.

افغان ولسمشر کرزي او غربي هيوادونو هر وخت ويلي دي، چي په افغانستان کي د سولي هر بهير بايد د افغانانو تر مشرۍ لاندي وي.

که څه هم کرزي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په اړه ۲۴ ساعته وروسته خپل دريځ څرګند کړ خو هغه بيا هم ددغه کار ملاتړ کوي.

د کرزي په حواله په يوه وينا پاڼه کي ليکل شوي دي، چي د طالبانو او امريکا تر منځ خبري کيداي شي چي افغانستان له جګړې څخه خلاص کړي او په دغه هيواد کي بې ګناه خلک نور و نه وژل شي.

افغان حکومت هم له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د يوه مشخص ادرس لرل ضروري بللي دي. طالبانو ته د دفتر د پرانستلو مفکوره له هغه وروسته را پيدا سوه، چي يو شمير کسانو چي ځانونه ئي د طالبانو استازي بلل په اصل کي طالبان نه ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل