1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د طالبانو په اړه د امریکا نظر بدل سوی

سيد رياض۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې متحده ایالات طالبان د جنگ «اصلي عنصر» نه گڼي، بلکې تر دې وروسته اصلي هدف د القاعدې تروریستي شبکه او د هغې شريکان دي. د امریکایي ځواکونو د قانوني مصؤنیت په اړه به لویه جرگه تصمیم نیسي.

https://p.dw.com/p/17JUg

ولسمشر حامد کرزي د امريکا تر درې ورځني سفر وروسته د دوشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳کال د جنورۍ ۱۴» په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه ډاډ څرگند کړ چې په ۲۰۱۴عيسوي کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به امنیتي وضعه ښه شي.

کرزي دغه راز وویل چې د طالبانو پرضد د امریکایانو نظر بدل شوی دی: «هغوی تر۲۰۱۴ کال وروسته او ښایي سر له اوسه طالبان د جنگ عنصر نه گڼي ... په ښکاره توگه لکه څرنگه چې تاسو د ولسمشر اوباما په کنفرانس کې ولیدل، القاعده (د جنگ د متقابل اړخ په توگه) یاده شوې ده.»

حامد کرزي له طالبانو سره پر سولي ټینگار وکړ او زیاته یې کړه: «امریکا په ښکاره وویل چې له طالبانو سره نوره جگړه نه لري» کرزي په دې اړه وویل چې تر دې دمخه یې هم ویلي دي چې له تروریزم سره مبارزه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه ده او د تروریزم اصلي پټنځایونو ته باید توجه واړول شي.

ولسمشر دا خبره هم په ډاگه کړه، هغه طالبان چې له افغانستان څخه د ذهنیت په لحاضه پردي شوي دي او دغه هیواد خپل دښمن گڼي «افغانان» نه دي، او له هغوی سره سوله نه کیږي. هغه زياته کړه، برعکس له هغه طالبانو سره چې که څه هم په تیرو وختونو کې یې «ځیني کړني» تر سره کړي دي او ځانونه د افغانستان بچيان گڼي له هغوی سره سوله کیږي.

لویه جرگه د امریکایي ځواکونو د قانوني مصؤنیت په اړه تصمیم نیسي

په دغه خبري غونډه کې ولسمشر کرزي دا هم وویل چې تر۲۰۱۴کال وروسته د امریکایي ځواکونو د قانوني مصؤنیت په اړه خبري اتري رواني دي او په پام کې ده چې د نهو مياشتو په ترڅ کي به په دې اړه تصمیم ونیول شي.

کرزي وویل که چیري امریکایي ځواکونو ته قانوني مصؤنیت ورنه کړل شي، نو دغه هیواد به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي: «البته امریکایانو ما ته ویلي دي که چیري زموږ (سرتیرو) ته قانوني مصؤنیت ور نه کړئ، نو موږ مجبوره یو چې په مطلقه توگه له افغانستان څخه ووځو، افغانستان به پریږدو او یو له بل سره اړیکه و نه لرو. نو موږ باید په سنجش سره د ترازو دواړو خواوو ته په کتو سره، تصمیم ونیسو که چیري موږ تر ۲۰۱۴کال وروسته د هغوی حضور غواړو، نو هغوی زموږ څخه قانوني مصؤنیت غواړي.»

ولسمشر کرزي زیاته کړه چې په دې اړه د تصمیم نیولو له پاره لویه جرگه رابلل کیږي: «د قانوني مصؤنیت په اړه پریکړه حکومت نه کوي، دا د افغانستان د خلکو پریکړه ده. نو په دې اړه باید لویه جرگه پریکړه وکړي چې مصؤنیت ورکوي او که نه، او که ورکوي یې نو د کومو شرایطو له مخې.»

دا چې لویه جرگه به څه وخت راوبلل شي، په دې اړه ولسمشر کرزي څه و نه ویل. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون په اړه هم د لويي جرگې تائید تر لاسه کړی وو.