1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: طالبانو د خپلو وروڼو د وژلو څخه لاس واخلی

۱۳۸۹ فروردین ۲۲, یکشنبه

جمهورريس حامد کرزي نن کندوز ولايت ته د يوه سفر په ترځ کي پر طالب جنګياليو ږغ کړی، چي د زور زياتيو څخه لاس واخلي. د کرزي دغه غوښتنه وروسته له هغه کيږي، چي د کندوز والي د طالبانو د نورو حملو خبر داری ورکړی دی...

https://p.dw.com/p/Mt6F
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

د کرزي سره په دې سفر کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قومندان جنرال ميک کريسټل هم مل و او په کندوز کي يې د هغه ولايت د مشرانو سره کتلي دي.

په کندوز کي د مشرانو يوې غونډي ته کرزي وويل: « طالب جنګيالي ددې پر ځای چي په وينو تويلو لاس پوري کوي د سوليز ژوند لاره دي ونيسي. کرزي د غونډي برخوالو ته وويل:« زما وروڼو هره ستونزه چي لري کولای سي ماته مراجعه وکړی زما د دفتر دروازې ستاسو پر مخ خلاسي دي.»

کرزي طالب جنګياليو ته په اشارې سره وويل: « که تاسو هر هغه غوښتنه لری ماته ووياست ولي د خپلو وروڼو د وژلو او هيواد د ورانيو لاس واخلی.»

په همدې غونډه کي د کندوز والي محمد عمر خبرداری ورکړی، که چيري افغان پوځ او ناټو دلته په ګډو عملياتو لاس پوري نه کړي.‎، ددې ولايت امنيتي وضع به خرابه سي. عمر وويل: « وضعيت به نه يوازي نور هم خبراب سي، بلکي ګاونډي ولايتونه او سيمه به هم بې ثباته کړي.»

د افغانستان په شمال کي د جرمني ستره پوځي هډه ده،چي ددغه ولايت په امنتي چارو کي د افغان امنيتي ځواک سره مرسته کوي. د جرمني اساسي قانون اجازه نه ورکوي، چي آلماني عسکر د خپل هيواد څخه د باندي په جنګي عملياتو کي برخه واخلي.

د کندوز والي د جرمني د قانون دغه محدوديت ته په اشارې سره وويل، چي د ناټو نور غړي هيوادنه دي کندوز ته عسکر ورواستوي تر څو د طالبانو پر خلاف وجنګيږي.

په راتلونکو مياشتو کي به په زرګونه امريکايي عسکر د هيواد شمالي سميو ته ولېږل سي.

کرزي په خپلو خبرو کي د جرمني د لومړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل د مرستو د ژمنو څخه يوار بيا مننه وکړه
کرزي په خپلو خبرو کي د جرمني د لومړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل د مرستو د ژمنو څخه يوار بيا مننه وکړهانځور: AP

کرزي د افغانستان سره د جرمني د پوځي مرستو څخه مننه وکړه او جرمني يې د افغانستان يو تاريخي ملګری وبلی. کرزي وويل، چي د جرمني لومړۍ وزيري تيره اونۍ په يوه ټليفوني خبرو کي وويل ، چي په کندوز کي د جرمني عسکرو د وژلو سره سره ژمن دي چي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جرمني پوځ د تيري جمعې په ورځ د هغو دروتنو سرتيرو لپاره چي يوه اونۍ مخ کي په کندوز کي ووژل سول د وير مراسيم ونيول. پدې مراسيمو کي د جرمني لومړۍ وزيره مير کل وويل، چي هغه د افغانستان د ماموريت تر شاه ولاړه ده. خو هغې عتراف وکړی، چي دا ماموريت د هغه څه څخه چي په اول کي يې ګمان کېدی سخت او ستونز من دی:

« زه په پوره پوهي په افغانستان کي د خپلو عسکرو، پوليسو او ملکي کارکونکو د ماموريت تر شا ولاړه يم، ځکه دغه ماموريت د جرمني د امنيت په خدمت کي دی افغانستان بايد بيا د القاعدې د ترورستيانو مرکز و نه ګرځي.»

په کندوز کي د جرمني عسکرو تر وژلکېدو وروسته د ميرکل پر حکومت باندي نيوکي ډيري سوي، چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو په ښه سمبالولو کي يې نمګړ تيا کړې ده.

مير کل تيره ورځ د جرمني په پوتسدم ښارکي د پوځي مرکزي قوماندانۍ څخه د ليدني پر مهال دا تور رد کړی او ويې ويل، چي د خپلو پوځيانو د تجهيز ولو لپاره غور وکړي.

« اجازه راکړی چي ووايم ، چي دلته او هلته پدې وضوع کي له بده مرغه بې ځايه نيوکي کيږي، خو سره لدې موږ هم پريکړه وکړه چي د پوځيانو د تجهيزاتو او د پوځي روزني موضوع به تر څېړني لاندي ونيسو او تر نتايجو وروسته به په لازيمو اقداماتو لاس پوري کړو.»

AG/ عبدالباري حکيم/ زيارمل

کتونکی. زيارمل