1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: طالبانو د سولي ږغ ته منفي جواب راکړی

۱۳۹۰ مهر ۱۲, سه‌شنبه

افغان ولسمشرحامد کرزي پاکستان د سولي په پروسه کي د کابل له حکومت سره په ټګۍ او نه همکارۍ تورن کړ. ښاغلي کرزي دغه څرګندوني ملت ته په خپله وينا کي چي تيره شپه د ملي ټلويزيون له لاري خپريده وکړې.

https://p.dw.com/p/12lAC
انځور: AP

کرزی د سولي د پخواني مرکچي برهان الدين رباني په قتل کي د پاکستانيو کړيو لاس درلودل نه ردوي او طالبان هم د بهرنيو هيوادونو په لاسونو کي لوبيدلي مزدوران بولي.

هغه وايي طالبانو د سولي خبرو ته د رباني په وژنه د نه ځواب ورکړ.

افغان ولسمشر په خپله دغه وينا کي دا هم وويل چي پاکستان هيڅ کله د سولي په لار کي له افغانستان سره همکاري نده کړې، په داسي حال کي چي اسلام آباد وايي په دغه لاره کي يي قرباني ورکړي او لا هم د خپلو سرتيرو د ويني په بيه فداکاريو ته چمتو دی.

« د پاکستان حکومت زموږ سره د سولي په لاره کي همکاري نده کړې او دا کار د تاسف وړدی، ما څو ځله ويلي، چي د تروريزم لمن به پاکستان ته هم پراخه سي، چي همداسي وسول، خو له دې ټولو بدبختيو او ورانيو سره سره چي موږ او پاکستان نه پريږدي د افغانستان په اړه دوه ګوني لوبه او له تروريزم څخه د وسيلي په توګه استفاده دوام لري.»

د سولي د عالي شورا د پخواني مشر مړيني اوس د کابل او اسلام آباد په اړيکو کي د بي باورۍ يو نوي فصل پرانيستی دی.

حکومت وايي بريد کونکی پاکستانی وو او په دغه باب يي کوټلي اسناد هم پاکستان ته سپارلي دي. خو د سولي په اړه به درې اړخيز کمېسيون ترهغه پوري ناستي نه ترسره کوي تر څو چي پاکستان په دغه برخه کي سپيناوی نه وي وړاندي کړی.

کرزی وايي، دی به دا وار له پاکستان سره د سولي پر سر خبري کوي، ځکه له طالبانو سره د دوی يوه اړخيزه سوله بې مفهومه ده او د هغوی جواب يوازي ترور دی او بس.

« زموږ د هيواد د سولي او امنيت دښمنان او له خارجي هيوادونو سره تړلي تروريستي شبکې له ورانيو او ترور لاس نه اخلي، زموږ رهبران، قومي مشران او ديني عالمان وژني، او زموږ د خاوري د ځوانانو او باتورو مشرانو وژنه موږ ته راښيي چي طالبانو سولي ته مثبت جواب نه وايي».

دا د افغان حکومت ډيره زړه غوښتنه ده چي د ترهګرۍ پرضد جګړه بايد د پاکستان خاوري ته وغځول سي.

افغان ولسمشر هم وايي، چي د سولي په لاره کي بايد له يوه با صلاحيته اړخه سره خبري وسي نه له هغو طالبانو سره چي د نوموړي په وينا د عمل لاس خلاس او خپلواکي نه لري.

« يو جانبه سوله غوښتنه سوله نه راوړي، سوله له هغه لوري سره چي په سوله باور ولري کيږي، موږ مسوليت لرو، چي د افغانستان د استقلال او سولي له دښمنانو سره قاطع عمل وکړو».

افغان جمهور رئيس کرزی، چي په دي ورستيو کي په کور دننه کي د سياسي کړيو له لوري له پاکستان سره د کابل د حکومت په نرمه ديپلوماسۍ تر سختو فشارونو لاندي دی وايي، دا ځل به له بهرنيو يرغل ګرو سره چي مخامخ اشاره يي پاکستان ته وه له ولسونو سره تر مشورو وروسته چلند کوي.

کرزي وويل په دي لاره کي يي عنعنوي لويي جرګي ته چمتو والي په بشپړيدو دی او د جرګه والو د خوښي مطابق به له مداخله ګرو ملکونو سره لاره چاره غوره کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل