1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی غواړي د اداري فساد په پلټونو کي د بهرنيانو نقش محدود کړي

۱۳۸۹ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان جمهورريس تصميم لري چي د اختلاس او اداري فساد - ضد مبارزه کي هغه مقررات وضعه کړي چي د بهرنيو پلټونکو مداخله محدوده کړي.

https://p.dw.com/p/P7WW
« موږ انديښنه لرو چي زموږ نړيوال شریکان هڅه کوي چي د تصميم نيونکو نقش ولري».
« موږ انديښنه لرو چي زموږ نړيوال شریکان هڅه کوي چي د تصميم نيونکو نقش ولري».انځور: picture-alliance/dpa

د واشنګتن پست ورځپاڼه ليکي چي د دغو پيشنهادي مقرراتو له مخه د افغانستان د کورنيو چارو د وزرات په چوکاټ کي د اداري فساد او اختلاس پر ضد د ارګانونو په پلټنو کي به د متحده ايالاتو او نورو لويديځو کارپو هانو د مستقيمي لاس وهني مخنيوی وسي.

د کرزي د اداري چارو د هيت ریيس محمد عمر داؤدزي واشنګتن پست ته په يوه مرکه کي ويلي دي:« دغه منجمنت افغاني دی او تصميم نيونکی به يې هم افغانان وي. نه يوازي تصميم نيونکي، بلکي پلټونکي به يي هم افغانان وي.»

داؤدزي زياته کړه چي بهرني مشاورين به چي ډيرو يې د امريکا د متحده ايالاتو د عدليي وزارت لپاره کارکاوه، يوازي مشورتي او روزنيزي دندي ولري، هغوی په هيڅ صورت سره اجازه نه لري چي په «تصميم نيولو» کي مداخله وکړي.

د واشنګتن پست د ورځپاني په رپوټ کي يادونه سوې چي د کرزي د حکومت دغه تصميم په کابل او واشنګتن کي امريکايي چارواکي انديښمن کړي دي او اوس هڅي لري ترڅو کرزی او د هغه مشاورين قانع کړي چي په دغو پيشنهادي محدوديتونو کي نرمښت راوړي.

د متحده ايالاو يو چارواکي چي د افغانستان له پاليسيو سره سراو کارلري واشنګتن پست ته وويل:«هغه څه چي ده يعني کرزي پيشنهاد کړي، دا به دغه دواړه ارګانونه بلکل شنډ کړي.»

واشنګتن پست زياتوي چي د کرزي مشاورين فکر کوي چي د اختلاس او اداري فساد په دغو دوو ارګانونو کي امريکايي چارواکي بالقوه کنترول لري.

داؤدزي وويل: « موږ انديښنه لرو چي زموږ نړيوال شریکان هڅه کوي چي د تصميم نيونکو نقش ولري».

خو امريکايي چارواکي د افغان حکومت دغه ډول انديښني بې ځايه ګڼي او وايي چي افغان مشران د خپلو نوموړو ارګانونو بشپړکنترول په خپل لاس کي لري.

واشنګتن انديښنه لري چي په افغانستان کي د اختلاس او اداري فساد د لمن له پراخيدو سره مرکزي حکومت وار په وار کمزوری کيږي او له دغه وضعيت څخه د هغه وسلوال مخالفين استفاده کوي او پر اطرافي سيمو باندي خپل کنترول ټينګوي.

که چيري د اداري فساد مخه ونه نيول سي، دا به له افغانستان څخه د 2011 کال په جولای کي د متحده ايالاتو د سرتيرو د ايستلو پلان کړکيچن کړي.

د جمهورريس بارک اوباما دې غوښتني کرزي د خپلي دوهمي کاري دورې په پيل کي لوړه وکړه چي د اداري فساد او اختلاس د ريښو ايستل به د هغه د حکومت په لومړيتوبونوکي وي.

خو د کرزي د دې هوډ سره سره وضعيت د پخوا په شان ناخوال پاته دی او حتي لمن يې نوره هم پراخه سوې ده.

کرزي اعتراف کړي دی چي افغانستان د « نورو هيوادونو» په څير په دي ساحه کی ستونزي لري، خو دا موضوع په لويديځو رسنيو کي په ډيرافراطي شکل سره عنوانيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل