1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی غواړي د لويي جرګې په راغوښتلو سره د طالبانو سره خبري وکړي

۱۳۸۸ آذر ۲, دوشنبه

ولسمشر حامد کرزي د وفادارۍ د لوړي د مراسمو نه وروسته په يوه وینا کي دا خبره هم کړې، چي په هيواد کي د روانو لانجو دپای ته رسولو لپاره په نژدې راتلونکي کي يوه لویه جرګه راوبولي...

https://p.dw.com/p/KdK3
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

څنګه چي د رویتر د خبر رسولو د آژانس په یوه خبرکي ويل سوي دي،ولسمشرحامد کرزی به دغي پلان سوي لويي جرګې ته د تندلارو طالبانو ډلي ته هم بلنه ورکړي، چي خپل استازي لويي جرګې ته د ګډون لپاره راواستوي. د رویتر آژانس دغه خبره د حامدکرزي د یوه ویاند دخولې څخه کوي او وايي، چي په دې هکله به يوه پريکړه هغه وخت وسي، چي د پلان سوي لويي جرګې لپاره يوه نېټه وټاکله سي.

خو داچي ژمی راتلونکی دی نو پلان سوې لویه جرګه به په راتلونکي میاشتو کي ونه سي خولکه څنګه چي ويل کیږي کرزی غواړي دغه لويه جرګه دجون د میاشتي څخه مخکي وسي. ځکه د راتلونکي کال د جون په مياشت کي به په افغانستان کي پارلماني ټاکني کيږي،نو په دې توګه لويه جرګه به د پارلماني ټاکنو څخه مخکي وي.

البته د افغانستان حکومت په تيروکلونوکي هم څو څو واري له دي څخه خبري کړي، چي غواړي د منځ پلو طالبانو سره خبري وکړي، خو له يوې خوا د افغانستان د حکومت دا مطلب نه و روښانه چي منځ پلوه طالبان به څوک وي او له بله پلوه د طالبانو مشرانوهم د افغانستان د حکومت د خبرو وړانديز رداو او ويل به يې، چي دوي به تر هغه وخته پوري خبرو ته حاظر نه سي،چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي ځای په ځاي وي.

ولسمشر حامد کرزی د اساسي قانون دلويي جرګې د وروستۍ ورځي په مراسيمو کي
ولسمشر حامد کرزی د اساسي قانون دلويي جرګې د وروستۍ ورځي په مراسيمو کيانځور: AP

خو داسي ښکاري چي ښايي د خبرولپاره د تيروکلونو په پرتله اوس ځکه شرايط یو څه مساعدوي چي له يوې خواد افغانستان حکومت دسولي د خبرولپاره په خپل وړانديزکي «دطالبانوسره د خبرو» څخه خبري کوي او په دغه نوي وړانديز کي د«منځ پلوه »نه اوريدل کيږي، دوهم داچي اوس بهرني ځواکونه پخپله له افغانستان څخه د خپلووتلو د یوې ستراتيژي څخه خبري کوي،چي دسولي دخبرو لپاره دا دمخالفینو اساسي شرط بلل کيږي او دريم داچي که چيري دسولي خبري وسي،نو مناسب او مساعدامکان به يې په يوه لویه جرګه کي وي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخي لويه جرګه په دغه هيواد کي د هرډول پریکړو دپاره تر ټولو باصلاحیته عالي اورګان بلل کیږي. لويه جرګه کولای سي په اساسي قانون کي بدلونونه راولي، کولای سي ولسمشر ليري کړي،کولای سي د هیواد په ملي حاکمیت او د خاوري په بشپړتوب پوري مربوطو مسايلو په هکله پریکړي وکړي. نوکه چيري د افغانستان په روانو لانجوکي ښکيلي خواوي په رښتیا او د زړه له کومي سره په دغه هيواد کي د سولي ثبات او سوکالۍ غوښتونکي وي نوسیاسي حل لاره به يې د يوي رښتیاني سالمي لوي جرګې رابلل وي.

Reuter/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل